عراق بهرنیو ځواکونو ته هیڅ دول اړتیا نلري
زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د پارلمان د امنیت او د دفاع کمیسیون غړي «جواد الساعدي» د سپتمبر د میاشتې په دیرشمه نیټه له عراق څخه د امریکا د پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ او ویې ویل عراق نور خارجي ځواکونو ته ضرورت نلري.
هغه وویل:د سپتمبر د میاشتې دیرشمه نیټه د عراق په کردستان سیمه کښې د دیره عسکرو په شمول له عراق څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو لپاره ټاکل شوې نیټه ده او د خارجي پوځیانو د وتلو د مهلت د تمدیدا په هکله هیڅ ډول بحث نشته.
هغه وویل له عراق څخه د امریکا د پوځیانو له وتلو وروسته لومړیتوب د پوځ او د امنیتي ځواکونو په وسلو سمبالول او پیاوړي کول او د هغوې د وړتیاو پراخول به وي.
د عراق د وسله والو ځواکونو ویاند صباح النعمان هم له دې مخکې د دغه نیټې په اهمیت باندې ټینګار سره وویل د نړیوال ائتلاف د ځواکونو وتل د امنیتي ځواکونو او د وسله والو ځواکونو په چمتووالي باندې ولاړ دی.
عراق د ملي امنیت دوسیې په مدیریت کښې خپل قدرت په خپلواکه ډول اثبات کړی دی.