د غزې په شمال کې د حماس د یوه قوماندان شهادت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i178140-د_غزې_په_شمال_کې_د_حماس_د_یوه_قوماندان_شهادت
پارس ټوډی – خبري سرچینو د غزې ښار په شمال کې د صهیونیستانو په برید کې د عزالدین القسام کنډکونو د یوه قوماندان «احمد البطش» د ترور خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-09-15T07:14:05+00:00 )
Sep 15, 2026 11:41 Asia/Kabul
  • احمد البطش، د حماس له قوماندانانو څخه چې د صهیونیستي رژیم په برید کې شهید شو
    احمد البطش، د حماس له قوماندانانو څخه چې د صهیونیستي رژیم په برید کې شهید شو

پارس ټوډی – خبري سرچینو د غزې ښار په شمال کې د صهیونیستانو په برید کې د عزالدین القسام کنډکونو د یوه قوماندان «احمد البطش» د ترور خبر ورکړی دی.

د صدا او سیما خبري اژانس په حواله، د پارس ټوډی د راپور له مخې، د القسام کنډکونو یو قوماندان احمد البطش، چې د حماس غورځنګ پوځي څانګه ده، د سه‌شنبې په سهار د غزې په شمال کې، د جبالیا په لوېدیځ کې، د «الصفطاوي» په سړک د یوه موټر پر وړاندې د صهیونیستي رژیم په هوايي برید کې شهید شو.

ځینې راپورونه ښيي چې د حماس درې نور غړي هم په دغو بریدونو کې شهیدان شوي دي.

د صهیونیستي رژیم د پوځ بې‌پیلوټه الوتکو د دوشنبې په سهار هم د غزې ښار په جنوب کې د تل‌الهوی په سیمه کې د کارفور څلورلارې ته نږدې یو ملکي موټر په نښه کړ چې له امله یې دوه فلسطینیان شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شول.