په سورئې کې دترهه ګرو ژوند ورځ تربلې په تریخیدو دی
روسیا الیوم خپرونې راپورور کړی دسورئې په شمال لودیځ کې دحلب په ختیځ کې دنښتو په سختیدو سره عام خلک دترهه ګرو او جنایتکارو ډلو دحملو له ویرې نورو کرارو سیمو دمنتقلیدو په حال کې دی او دغه راز ویل کیږی چې ترهه ګرې ډلې دیوازې پاتیکیدو له ویرې عام خلک برمته کوی او له هغوی دډال په توګه استفاده کوی
راپورښئ دحلب په ختیځی سیمو دترههګرو دهاوانونو دحملو له زیاتیدو وروسته ددغو سیمو اوسیدونکی په سلګونو خلک د سورئې نورو کرارو سیمو ته منتقل شوی دی . داپه داسې حال کې دی چې دسورئې حکومت دعامو خلکو دویستلو لپاره آسانتیاوې برابرې کړی او همداراز کورنیو ته خوراکی مرستې هم رسول شوی دی
په عین حال کې العالم ټیلویژنی چینل په یوه وروستی راپور کې ویلی دی ، دانسان دوستۍ دمرستو ډک کابو څلور څلویښت ستر ګاډی پرون د سورئې په جنوب کې د درعا جنوبی سیمو ته رسیدلی دی . دغه سیمه له دې مخکې دترهه ګرو او جنایتکارو ډلو په کلابندۍ کې وه . العالم په یوه بل خبر کې ویلی دی دروسیې جنګی بیړیو دترکیې له پولې سره نزدې دسورئې د جسر الشغور په لودیځی برخو کې په بداما ښار کې دترهه ګرو پر مورچو څو ځله حملې کړی دی چې له امله ئې په لسګونو ترهه ګرهلاک او ټپیان شوی دی
په سورئې کې خبری سرچینو هم د جیش الاسلام په نامه دترهه ګرې ډلګۍ له عواملو سره د وسله وال پوځ له سختو نښتو وروسته په ختیځې غوطه سیمې کې دحوش الفاره کلی په بشپړ ډول آزاد شوی دی . حوش الفاره کلی په دوما کې دجیش الاسلام ترهه ګرې ډلګۍ یوه دفاعی کرښه شمیرل کیدله .ویل کیږی دسورئې پوځ دلاذقیه په شمالی شاوخوا سیمو کې دکنسبا کلی اولوړو دآزادولو لپاره نوی عملیات هم پیل کړی دی .