بشارالجعفری وویل، امریکه په سوریې کښې جنګ اوږدول غواړی
په ملګرو ملتو کښې د سوریې استازی وویل، امریکه په سوریې کښې د جنګ د اوږدولو په لټه کښې ده.
بشار الجعفری د لبنان له المیادین ټیلی ویژنی چېنل سره په مرکه کښې په سوریې کښې د جنګ د اوږدولو لپاره د امریکې هڅو ته په اشارې سره د سوریې په اړه د ملګرو ملتو په یو اړخیزو سیاستونو باندې نیوکه وکړه او وې ویل په سوریې کښې د کیمیائی وسلو د استمعال مسئله د لویدیځو هېوادونولخوا جوړه کړې شوې او مطرح شوې ده.
بشار الجعفری په سوریې کښې له کېمیائی وسلو څخه د استفادې د څېړنې لپاره د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د غونډې په باره کښې وویل،له کیمیائی وسلو څخه د سوریې د حکومت د استفادې په باره کښې کافی دلائل موجود نه دی او او هدفن رپوټونه بې بنیاده او بې اساسه تورونه دی.
په ملګرو ملتو کښې د سوریې استازی د سوریې په خلاف د سزاګانو د عملی کولو لپاره د امنیت دشورا د کوششونو په باره کښې وویل، د امنیت شورا یوازې له برطانیې، فرانسې او امریکې څخه نه جوړه شوې بلکه دغه شورا پینځلس غړی لری او د سوریې د حکومت په باره کښې د نورو دروغ څیړی. بشار الجعفری همدارنګ د ترکیې د فوځ لخوا د سوریې د هوائی او زمکنی حریم د خلاف ورزۍ په غندلو سره وویل د امنیت له شورا غوښتل شوی دی چې دغه خلاف ورزی دې وڅېړی او په خپلې ذمه وارۍ دې عمل وکړی.