دسورئې دحلب په شاوخوا کې اویاترهه ګرهلاک شوی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i23737-دسورئې_دحلب_په_شاوخوا_کې_اویاترهه_ګرهلاک_شوی_دی_.
ایرناخبری آژانس دروسیې فیډرال خبری آژانس (فان) له قوله راپورو رکړی دترهه ګرو له نیواکه دحلب ښار د آزادولو لپاره دسورئې دپوځ په وروستیوعملیاتو کې چې له تیرو درو اونیو راهسې دسورئې دپوځ په هوائی ملاتړ سره پیل شوی دی ، څه دپاسه اویا نور ترهه ګر هم هلاک شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 02, 2016 10:58 Asia/Kabul
  • دسورئې دحلب په شاوخوا کې اویاترهه ګرهلاک شوی دی .

ایرناخبری آژانس دروسیې فیډرال خبری آژانس (فان) له قوله راپورو رکړی دترهه ګرو له نیواکه دحلب ښار د آزادولو لپاره دسورئې دپوځ په وروستیوعملیاتو کې چې له تیرو درو اونیو راهسې دسورئې دپوځ په هوائی ملاتړ سره پیل شوی دی ، څه دپاسه اویا نور ترهه ګر هم هلاک شوی دی .

 ددغه راپورپه اساس ،  دحلب په شاوخوا کې  دسورئې دپوځیانو کوټلی عملیاتو  ترهه ګرو ته درندې مرګ ژوبلې ا ړولی دی  او دترهه ګرو ډلو  دجنګی تجهیزاتو زیاتره برخه ئې تباه کړې ده .

  په حلب کې د ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې  تراوسه پورې  څه دپاسه دوه نیم زره  ترهه ګرهلاک شوی اوهمداراز نور ډیر زیات ټپیان شوی  او  او دهغوی پوځی سازوسامان ،تجهیزات، مهمات  او چاودیدونکی توکی اوپه سلګونو ګاډی هم تباه شوی دی .

دسورئې پوځیان بریالی شوی دی ،  دحلب ښار دجنوبی سیمو زیاتره برخه  دترهه ګرو له سپیرو منګولو آزاده کړی او  دغه عملیات هماغه راز دوام لری .

 یو بل راپور هم ښئ  د سورئې په شمال کې  په رقه ښار کې  دترهه ګرو  په پټنځایونو اومرکزونو  هم چې   په دغه هیواد کې د  داعش  قومانده او دهغوی دغونډیدو  اصلی مرکز شمیرل کیږی ،  دسورئې جنګی الوتکو سخته بمباری کړې  اوترهه ګرو ته ئې درندې مرګ ژوبلې اړولی دی . دغه راز دسورئې جنګی الوتکو    دسورئې په جنوب کې  د دوما-الریحان  په سترې لارې کې  دترهه ګرو یو په یوه کاروان  چې ګاډی ئې په سترو وسلو سنبال وو حملهوکړه  چې له امله ئې  په لسګونو ترهه ګرهلاک شوی  او دهغوی ګاډی هم تباه شوی دی .