دسورئې په شمال کې د :امن سیمه : جوړه شی
روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یو ځل بیا نن په یولړڅرګندونو کې دسورئې په شمال کې دیوې امن سیمې درامینځةکولو په ضرورت په ټینګار سره وویل ،انقره ددغې سیمې دجوړولو لپاره دنړیوالو قدرتونو دملاتړ دجلبولو لپاره خپلې هڅې زیاتوی .
اردوغان همداراز په سورئې کې دترکیې دپوځ دشتون دنتیجې په ارزونې سره مدعی شو، د دغه هیواد پوځیانو د سورئې دخاورې څه دپاسه څلور سوه مربع کلومیټر خاوره دسورئې دډیموکراټیک اتحاد ګوند (پی وائی ډی ) او خلق مدافع کنډکونو(وائی ،پی جی ) او داعشی ترهه ګرو پاکه کړې ده .
دترکیې ولسمشر په دوام کې وویل ، دغه هیواد به دسورئې په شمال کې کردځواک ته اجازه ورنکړی څو دترکیې په جنوبی پولو کې دترهه ګرو لپاره دتیریدو لارې جوړې کړی .
ځینورسنیو له دې مخکې دسورئې په پولو کې دیوې حائلې سیمې دجوړولو لپاره دجون په څوارلسمه په بروکسل کې په یوې غونډې کې دامریکا اوترکیې ددفاع وزیرانو دیوې موافقې خبرورکړی ؤ . د دغه راپور په اساس دترکیې دفاع وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره دغه خبر دروغ بللی دی .
دویلو ده دترکیې دپو ځ په لسګونو ټانکونه داګست په څلوریشتمه دفرات د ډال په نامه دعملیاتو په چوکاټ کې دهغه څه په موخې سره چې له ترهه ګرو ډلو سره ئې مقابله بللې ، دسورئې په حلب ولایت کې په جرابلس سیمې تیری کړی دی چې دسورئې حکومت ددغه اقدام په محکوم کولو سره دا د دخپل ملی حاکمیّت یوه اوڅاره خلاف ورزی بللې ده .