په سورئې کې انسانی اوضاع تر خطرې حده رسیدلی دی
فرانس پریس آژانس راپورورکړی ،دسره صلیب نړیوالې ادارې نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په سورئې کې د انسانی حالاتو دلاخرابیدو باندې داندیښنې په څرګندولو سره ، له دغه هیواد سره له تیروپنځو کلونوراهسې له سخت بحران سره لاس اوګریوان دی ، دنړیوالو مرستو دزیاتیدو غوښتنه وکړه
په دغې اعلامیې کې ویل شوی دی ، په سورئې کې دلږترلږه دهغو شلو سیمو داوسیدونکو وضعیّت چې ترهه ګرو کلابند کړی دی ، ډیر بوږنونکی دی او دشپږ میلیون ماشومانو پشمول د څه دپاسه دیارلس میلیون سوریاوال دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لری .
دسره صلیب نړیوالې کمیټې په دغې اعلامیې کې ویلی دی ، په سورئې کې دبحرانی حالاتو دوام دانسان دوستۍ مرستې هم تراغیزو لاندې راوستی دی او د سورې کړیدلو خلکو ته دانسان دوستۍ دمرستو دلیږ خنډ شوی دی .
په سورئې کې دبشری حقوقو ددفتر داحصایو په اساس د ۲۰۱۱کال په مارچ میاشت کې دبحران له هماغه پیله تر وروستیو پورې په دغه هیواد کې کابو درې لکه کسانو زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . او کابو له نیمو زیات سوریاوال د ناکراریو له امله دخپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوی دی او کابو پنځه میلیون کسان دلبنان ،اردن اوترکیې پشمول په ګاونډیو هیوادونو کې پناه اخستو ته اړشوی دی او دغه راز د دغو شخړو له امله دسورئې اقتصادی وده هم کابو ترڅلویښت فی صدو پورې ټیټه شوې د.