امریکا د ترهه ګرو بهیرونو ملاتړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i26326-امریکا_د_ترهه_ګرو_بهیرونو_ملاتړې_ده
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن په تهران کې دسورئې دپارلیمان له مشرې میرمن هدیه خلف عباس سره له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دځینو هیوادونو په دوه ګوڼی چلند سختې نیوکې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2016 12:45 Asia/Kabul
  • امریکا د ترهه ګرو بهیرونو ملاتړې ده

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی نن په تهران کې دسورئې دپارلیمان له مشرې میرمن هدیه خلف عباس سره له کتنې وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې دځینو هیوادونو په دوه ګوڼی چلند سختې نیوکې وکړې .

 ډاکټر لاریجانی  ویول ،  دسورئې دپوځ په  مورچو اومرکز  دامریکا وروستۍ  حملې وښودله چې  واشنګټن  دوکه ورکړې اودسورئې دپوځ په مرکز په بمبارولو سره دترهه ګرو دبهیر  په لوری کې ده  او  په  دروغو سره  له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ډنډورې وهی .

دایرا ن داسلامی شورا مشر  په دې خبرې سره چې  ایران  دسورئې دشخړو له هماغه پیله باؤری ؤ چې  ددغو  مشکلاتو حل لاره پوځی نه بلکې  سیاسی ده ، زیاته کړې ؛ په نړیوال اوسیمه ایز ډګر کې  ځینو هیوادونو دشخړې  د اوور لمبې   ،په سورئې کې زیاتې کړی  او  د دغې موضوع  نښې نښآنې ،د وخت په تیریدو سره لارابرسیره شوې .

 هغه په عین حال کې هیله وښودله چې  په سورئې کې دمزاحمت او مقاومت  له پنځه کلنې تجروبې وروسته  دترهه ګرو  ملاتړی هیوادونو دا پند اوعبرت واخلی  چې ترهه ګری یوازې  سورئې ته مخصوصه نه ده ، بلکې دغه بحران  په امریکا او اروپا کې هم  مسئله جوړونکی کیدلی شی .

 میرمن هدیه خلف عباس هم په دغه کنفرانس کې  دایران دملت او حکومت دملاتړونو په قدرونې سره   وویل که  داسلامی ایران ملاتړونه نه وائ ،نو  سوریه دهیواد،ملت اوپوځ  په توګه دمقاومت وس نه درلود. . هغې ټینګار وکړ  دترهه ګرۍ جنګ له پنځو کلونو مخکې راهسې  داتیاؤ هیوادونو په وسیله  په سورئې تپل شوی  او په دغه جنګ کې  دسورئې  کلتوری  آثار او تمدن  له مینځه تللی دی  او د دغه هیواد ټول ښکلی اوپه زړه پورې ځایونه  وران شوی دی .