دافغانستان او سورئې دپوځیانو له وژلو دامریکا موخه څه ده ؟
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا دخبریالانو په ټول کې دامریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا په سورئې کې دحکومتی ځواک پر مورچو د بمبارۍ په محکوم کولو سره وویل ،اوس باید د واشنګټن له چارواکو وپوښتل شی چې دچا په ګټه دافغان اوسورئې دپوځیانو پر مورچو حملې کوی .؟
میرمن زاخارووا ددغې پوښتنې په مطرح کولو سره په افغانستان کې امریکائی جنګی الوتکو دعملیاتو له امله دعامو خلکو وژلې اندیښمنونکی وبللې .. دروسیې خارجه وزارت نن دهغې له قوله لیکلی دی ،دامریکا په وروستیو حملو کې چې یوه تیروتنه اعلان شوې ، دتیرې چارشنبې په ورځې پکې دیارلس عام کسان وژل شوی او نور په لسګونو ټپیان شوی دی .
هغې ویلی دی ، دغه راز دستمبر په نولسمه نیټه هم په اروزګان ولایت کې رامینځةشوی پیښه دغور وړ وه چې دامریکائی بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو چې دافغان پوځیانو پر مورچلو ئې بمباری کړی ، اته کسان پکې وژل شوی او کابو ۲۸نور ټپیان شوی وو او همداراز دسورئې په دیرالزور ولایت کې هم د دغه هیواد دپوځیانو په یوه مرکز دامریکائی جنګی الوتکو په سختو بمباریو کې کابو اتیا پوځیان وژل شوی اوڅه دپاسه سل نور ټپیان شوی وو . میرمن زخارووا دافغانستان په اروزګان اوننګرهار ولایتونو او دغه راز دسورئې په دیرالزور ولایت کې دعامو خلکو اوپوځی مرکزونو باندې دامریکایانو سختې بمبارۍ په کلکه غندلی او ویلی دی ، دې ته په پام سره چې د امریکا جنګی الوتکې دحکومتی اوامنیتی مامورانو پر مورچو بمباری کوی ،اوس داپوښتنه مطرح کیږی چې دا بمباریانې دچا په ګټه کوی .؟