امریکا او صهونزم دترهه ګرۍ ستر ملاتړی دی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی نن ددغې جرګې په انګڼ کې وویل ، دترهه ګرۍ په نامې سره په اسلامی هیوادونو کې نښتو او اخ وډب او په مینځنی ختیځ کې موجودو ناکراریو صهونیسټ رژیم په ښوامنیتی شرائطو کې راوستی او په سیمې کې دایران اوحزب ا.... ولسی غورځنګ بریالیتوبونه او دترهه ګرۍ ځپنه به د دغه نیواکګر رژیم لپاره خورا بد وضعیَت ولری .
علی لاریجانی روښآنه کړې ، امریکا دخپلو دروغچنو چغو په اپوټه ، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره هیڅ انګیزه او اراده نه لری او دغه هیواد په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې تر پردې شا په خوراسترو موخو پسې ده .ډاکټر لاریجانی د داعش او النصره جبهې پشمول په سورئې کې له ترهه ګرو ډلو دصهونیسټ رژیم ملاتړونو ته اشاره وکړه او وې ویل په سیمې کې دصهونیسټ رژیم او ترهه ګرو بهیرونو ترمینځ ژونر پیوندونه رامینځةشوی دی . . هغه ویلی دی ، ایران دسیمې په تکفیرې فتنې کې دسیمې په کرارولو او دهغوی دفتنو او درز اوتفرقې په له مینځّه وړلو پسې دی ، خو امریکا اوصهونیسټ رژیم او دسیمې ځینی عربی هیوادونه خپلونارواؤ موخو ته د رسیدو لپاره دامنیتی بحران په دوام او دهغو دلمبو په زیاتولو پسې دی .