هیله ده روسیه به د ترکیې سیاستونه بدل کاندی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i28333-هیله_ده_روسیه_به_د_ترکیې_سیاستونه_بدل_کاندی
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی د سورئې ولسمشر بشار اسد د روسیې له کامسا مولسکایا پراودا ورځپاڼې سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې روسان د روسیې د جنګی الوتکې له نسکورولو وروسته دترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان په بیا اعتماد کې تیروتنه کوی یا نه ، زیاته کړې ، مونږ په سورئې کې هیله مند یو چې د دغو دواړو هیوادونو بیانزدیکیدا د ترکیې په سیاستونو کې د بدلون لامل شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 13, 2016 15:54 Asia/Kabul
  • هیله ده  روسیه  به د ترکیې سیاستونه بدل کاندی

ایرنا خبری آژانس راپورورکړی د سورئې ولسمشر بشار اسد د روسیې له کامسا مولسکایا پراودا ورځپاڼې سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې روسان د روسیې د جنګی الوتکې له نسکورولو وروسته دترکیې پر ولسمشر رجب طیب اردوغان په بیا اعتماد کې تیروتنه کوی یا نه ، زیاته کړې ، مونږ په سورئې کې هیله مند یو چې د دغو دواړو هیوادونو بیانزدیکیدا د ترکیې په سیاستونو کې د بدلون لامل شی .

 دسورېئ ولسمشر  په دې باب  د یوې پوښتنې په  ځواب کې  چې   داعش ولې د صهونیسټ رژيم لپاره ګواښ   نه شمیرل کیږي ، وویل ؛ داسرائيلو او  د  داعش اوالنصره جبهې په څير  له القاعدې سره  داړونده بلې هرې یوې ډلې   د ترهه ګرو ډلو ترمینځ هیڅ فرق   نشته .  

په یوه بل خبر کې  المینار خبری چینل  هم په همداوروستیو کې راپورورکړی دسورئې په  لویدیځ کې  د  حماه ولایت په شمالي برخې کې  :معان : ښارګی  د دغه هیواد وسله وال پوځ   په یوې ناڅاپی حملې  کې  د داعشي ترهه ګرو له سپيرو منګولو آزاد کړ  او په لسګونو ترهه ګر ئې هلاک کړي دي .

 دحماه  په  جنوب لودیځي برخې کې ،  د سورئې د پوځ هوائي ځواک    د ترهه ګرو پر مورچو سخته بمباري کړې  چې  په دغې بمبارۍ پسې  د سورئې مځکني ځواک  هم  په عملیاتو سره دشاعر تیلی زیرمو په شاوخوا کې  عملیات وکړل او  په دغو عملیاتو کې ئې په لسګونو ترهه ګر هلاک  کړي دي او دغه راز دهغوي په سترو وسلو سنبال   دولس ګاډي هم  تباه شوي  دي .