دسورئې په وړاندې دلودیځوالو کړچار لیونتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i30310-دسورئې_په_وړاندې_دلودیځوالو_کړچار_لیونتوب_دی
ایسنا خبری آژانس راپورورکړ دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن په یولړ څرګندونو کې وویل ،دسورئې په وړاندې دمونږ دلودیځوالوشریکانو په تیره بیا دامریکا اوانګلستان کړچار یوډول لیونتوب دی په دې توګه چې له جنګی جنایت او وحشی توب په څیر له ټکو استفاده کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Oct 31, 2016 11:31 Asia/Kabul
  •   دسورئې په وړاندې  دلودیځوالو کړچار لیونتوب  دی

ایسنا خبری آژانس راپورورکړ دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف نن په یولړ څرګندونو کې وویل ،دسورئې په وړاندې دمونږ دلودیځوالوشریکانو په تیره بیا دامریکا اوانګلستان کړچار یوډول لیونتوب دی په دې توګه چې له جنګی جنایت او وحشی توب په څیر له ټکو استفاده کوی .

 دروسیې خارجه وزیر  وویل ، امریکا په تیره بیا په سورئې کې حتی  په څرګنده  د روسیې سپکاوی کوی   او ماسکو  له دې حقیقت سره سره چې  امریکا دیوګوسلاویا  پرعامو خلکو بمباری کړی ،   په جنګی  جنایت تورنوی.

 لاؤروف وویل ، په ۱۹۹۹کال کې  په یوګوسلاویا جمهوریت  تیری ،  دصربستان دټیلیویژن  او پلونو پشمول  په ډیروزیاتو عامو مرکزونو  له بمباریو سره یو ځای  وو ،  نو  هیڅوک  ترا وسه پورې   د هغو  سلګونو ماشومانو پشمول  د زرګونو  خلکو  د وژلو او کابو دوه میلیون  کډوالو چې د دغه جنګ نتیجه  وه  ،تپوس نه کوی

 د روسیې خارجه وزیر ټینګار وکړ امریکایان    په سورئې کې  له ترهه ګرو دمینځ لارو مخالفانو  د جلاکولو په باب پخپلو ژمنو په عمل کولو کې  پاتې راغلی دی .  د روسیی چارواکو په وینا، لودیځوال  دسورئې په باب واقعیتونه  نه منعکس کوی  اوتل  دترهه ګرو پر اقداماتو دبرغولی دکیښودلو هڅه کوی .

په مینځنی ختیځ کې  دامریکا او لودیځ غلیمانه  اقدامات او  له ترهه ګرو ډلو  دهغوی ملاتړونو  ، بحران ،ناکرارۍ  او دعامو او بې ګناه خلکو  وژلې پر سورئې تپلی دی .