سوریې په ملګرو ملتو او امریکې باندې سخته نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i31279-سوریې_په_ملګرو_ملتو_او_امریکې_باندې_سخته_نیوکه_وکړه
په ملګرو ملتو کښې د سوریې استازی د سوریې د کړکېچ د هواری لپاره د دغې نړیوالې ادارې او امریکې په کارکردګۍ سخته نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2016 13:44 Asia/Kabul
  • سوریې په ملګرو ملتو او امریکې باندې سخته نیوکه وکړه

په ملګرو ملتو کښې د سوریې استازی د سوریې د کړکېچ د هواری لپاره د دغې نړیوالې ادارې او امریکې په کارکردګۍ سخته نیوکه وکړه.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې بشار الجعفری له السفیر لبنانی ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل، که امریکایان په سوریې کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې غوښتونکی دی نو پکار دی له دمشق سره غږمله وی خو هغوی داسې اعتقاد نه لری.

بشار الجعفری په  وروستیو دوو هفتو کښې د سوریې په  حلب سیمه کښې د عامه خلقو په خلاف له  کېمیائی وسلو څخه د ترهه ګرو د استفادې په باره کښې وویل، ملګرو ملتوو په دې باره کښې حتی یوه مطبوعاتی بیانیه هم خپره نه کړه.

هغۀ زیاته کړه د سوریې د بحران له ابتداء نه تر اوسه  پورې د دغه هېواد حکومت ملګرو ملتو ته تقریباً پینځه سوه لیکونه لېږلی دی چې یو سل نولس لیکونه د ترهه ګرۍ او له کېمیائی وسلو څخه د استفادې په اړه دی خو هیڅ ځواب یې نه ورکړے.