سوریې په ملګرو ملتو او امریکې باندې سخته نیوکه وکړه
په ملګرو ملتو کښې د سوریې استازی د سوریې د کړکېچ د هواری لپاره د دغې نړیوالې ادارې او امریکې په کارکردګۍ سخته نیوکه وکړه.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې بشار الجعفری له السفیر لبنانی ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل، که امریکایان په سوریې کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې غوښتونکی دی نو پکار دی له دمشق سره غږمله وی خو هغوی داسې اعتقاد نه لری.
بشار الجعفری په وروستیو دوو هفتو کښې د سوریې په حلب سیمه کښې د عامه خلقو په خلاف له کېمیائی وسلو څخه د ترهه ګرو د استفادې په باره کښې وویل، ملګرو ملتوو په دې باره کښې حتی یوه مطبوعاتی بیانیه هم خپره نه کړه.
هغۀ زیاته کړه د سوریې د بحران له ابتداء نه تر اوسه پورې د دغه هېواد حکومت ملګرو ملتو ته تقریباً پینځه سوه لیکونه لېږلی دی چې یو سل نولس لیکونه د ترهه ګرۍ او له کېمیائی وسلو څخه د استفادې په اړه دی خو هیڅ ځواب یې نه ورکړے.