په پنځوس ورځنی جنګ کښې د اسرائیلو د ماتې وروستنۍ جټکې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i32503-په_پنځوس_ورځنی_جنګ_کښې_د_اسرائیلو_د_ماتې_وروستنۍ_جټکې
د صهیونېسټ رژیم عمومی پلټونکی د خپل وروستی رپوټ په مسوده کښې د دغه رژیم وزیراعظم او د جنګ پخوانے وزیر د غزې په تړانګه کښې په پنځوس ورځنی جنګ کښې د اسرائیلو د ماتې ذمه وار معرفی کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 19, 2016 11:15 Asia/Kabul
  • په پنځوس ورځنی جنګ کښې د اسرائیلو د ماتې وروستنۍ  جټکې

د صهیونېسټ رژیم عمومی پلټونکی د خپل وروستی رپوټ په مسوده کښې د دغه رژیم وزیراعظم او د جنګ پخوانے وزیر د غزې په تړانګه کښې په پنځوس ورځنی جنګ کښې د اسرائیلو د ماتې ذمه وار معرفی کړل.

د غزې په خلاف په خپل پنځوس ورځنی جنګ کښې د صهیونېسټ رژیم له ماتې څخه د دوه نیم کلونو د تېرېدو باوجود دغه رژیم هم هغه شان د سیاسی او فوځی ډګر په شمول د دغه رژیم په مختلفو ډګرونو کښې له یو لړ وروسته جټکو سره مخامخ دے. په داسې حالاتو کښې د صهیونېسټ رژیم عمومی پلټونکی یوسف شاپیرا پرون په غزه کښې د دوه زره څوارلسم کال په پنځوس ورځنی جنګ کښې له مقاومت څخه د اسرائیلی فوځ د ماتې په باره کښې د خپل وروستی رپوټ مسوده وړاندې کړه. په دغې مسوده کښې ویل شوی دی چې دغه ماتې د دغه رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو او د جنګ د پخوانی وزیر موشې یعلون د کمزورې کارکردګۍ او د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په وړاندې د اسرائیلو د امنیتی ادارو د ناتوانۍ نتیجه ده.

اټکل کیږی چې د غزې په پنځوس ورځنی جنګ کښې د اسرائیلو د ماتې رپوټ به تر راتلونکی دسمبر میاشتې پورې خپور شی.

په اجتماعی، اقتصادی او فوځی اړخونو کښې د صهیونېسټ رژیم لپاره د غزې د جنګ نتیجې تر دومره حده پورې ګرانې تمامې شوې چې د پنځوس ورځنی جنګ په ختمېدو سره د دغه رژیم په کابینه کښې سیاسی بحران زیات شو او په هم هغه وخت کښې د صهیونېسټ رژیم یو شمېر چارواکی له خپلو پوسټونو څنګته شول. د  دغو څنګته کېدو او استعفاء ورکولو چلند تر اوسه دوام لرلے دے او څه موده مخکې د صهیونېسټ رژیم د جنګ د پخوانی وزیر موشې یعلون استعفا هم په دغه چوکاټ کښې د جاجونې وړ ده.

په وروستیو کلونو کښې د صهیونېسټ رژیم د زیاتېدونکو ماتو د نتیجې اړخونه په صهیونېسټ رژیم کښې د ژورو درزونو، د اقتدار د جنګ او د دغه رژیم له سیاسی ډګره د ځینو چارواکو د لرې کېدو سبب شوی دی.

د صهیونېسټ رژیم چارواکو د غزې په خلاف په دریم جنګ کښې د دغه رژیم له سپکاوی نه په ډکې ماتې باندې په اعتراف سره د غزې په خلاف د صهیونېسټ رژیم په وروستی جنګ کښې د لاس لرونکو په تېره بیا د دغه رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیا هو په خلاف سختې نیوکې هم مطرح کړی دی.

صهیونېسټ رژیم د دوه زره څوارلسم کال د جولائۍ له اتمې نېټې څخه د غزې په تړانګه باندې حملې شروع کړې او له پنځوسو ورځو وروسته د دوه زره څوارلسم کال د اګست په شپږویشتمه نېټه د هغې ډزبندۍ په بنیاد چې په قاهره کښې د مصر په مینځګړیتوب له فلسطینی ډلو سره ارمنځته شوه د خپلو اصلی مقاصدو له حاصلولو یعنې د مقاومت د ختمولو یا بې وسلې کولو او د غزې له بیا نیولو نه بغېر د دغو حملو بندولو ته مجبور شو.

د غزې په خلاف په خپل دریم جنګ کښې د صهیونېسټ رژیم شرمناکه ماتې د صهیونېسټانو لپاره دومره ګرانه تمامه شوې ده چې سمدستی یې د غزې په جنګ کښې د دغه رژیم د ماتې د دلائلو په اړه د تحقیق لپاره یو پارلېمانی کمېټی جوړه کړه او دغې کمېټۍ څه موده مخکې د دغه رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیا هو په احضارولو او د هغۀ د څرګندونو په اورېدو سره خپل کار په بشپړه توګه ګړندے کړے دے. دا په داسې  حال کښې دی چې بنیامین نتانیا هو په مختلفو چلولونو سره په دې لټه کښې دے چې د استعفاګانو د چلند له زیاتېدو څخه مخنیوے وکړی. خو په بنیامین نتانیا هو باندې د کورنیو نیوکو زیاتېدل به حتی د هغۀ لپاره له  اقتداره له څنګته کېدو نه بغېر بله څه چاره ونه لری او د صهیونېسټ رژیم د شمېرنو معلومات هم د داسې یو حقیقت بیانوونکی دی.

د غزې په وروستی جنګ کښې د صهیونېسټ رژیم له ناکامۍ وروسته په دغه رژیم کښې سیاسی ګډوډۍ او د دغه رژیم په فوځ باندې واکمن ګډ وډ او بې ثباته حالت د دې ښودنه کوی چې دغه رژیم ته د فلسطین د مقاومت ګوزارونه تر دومره اندازې سخت دی چې د دغه رژیم ټول ډګرونه یې په لړزېدو کړی دی.

----------