امریکا انګلستان اوفرانسه په سورئې کې دترهه ګرو بشپړ ملاتړ کوی
ایرناخبری آژانس راپورور کړ د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا نن په یولړ څرګندونو کې وویل امریکا فرانسه اوانګلستان له ترهه ګرۍ څخه دملاتړ په دوام سره دملګروملتو د امنیت شورا په تورلیسټ کې داحرارالشام او جیش الشام ترهه ګرو ډلو دشاملیدو دمسودې دتصویبیدو خن شوی دی .
هغې زیاته کؤې ماسکو دامنیت شورا دتنظیمونو ، القاعدې ، اوداعش سره داړونده کسانو دبندیزونو کمیټې ته په یوه لیک کې دملګروملتو د ترهه ګرو په لیسټ کې د احرار الشام او جیش الشام دنامو دشاملولو غوښتنه کړې ده .
میرمن زاخارووا دې ته په اشارې سره چې په دغه تور لیسټ کې د دغو ترهه ګرو اوجنایتکارو ډلو دشاملولو لپاره دروسیې له خوا وړاندې شوی شواهد اوسندونه په بشپړ ډول قانع کونکی دی وویل ، روسیې په دغو مدرکونو کې ثابته کړې ده چې دغه دواړه جنایتکارې ډلې له النصره جبهې سره جې دامنیت شورا دترهه ګرو ډلو په لیسټ کې ده نزدې اړیکې لری .