د سوریې حلب ښار ۹۸ فیصده ازاد شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i35020-د_سوریې_حلب_ښار_۹۸_فیصده_ازاد_شو
د العالم چینل له راپور سره سم د سوریې د جنګ د اطلاع رسونې کمیټۍ نن په یوه راپور کې ټینګار وکړ چی د حلب د جنوب ختیځ په سیمو کې د سوریې د پوځ اوڅاره پرمختګونو ته په پام سره په تیرو دو ورځو کې د شیخ سعید او الصالحین د کوڅو په ازادولو سربیره د باب المقام سیمه هم په بشپړه له داعش ازاده شوی ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2016 16:24 Asia/Kabul
  • د سوریې  حلب ښار ۹۸ فیصده ازاد شو

د العالم چینل له راپور سره سم د سوریې د جنګ د اطلاع رسونې کمیټۍ نن په یوه راپور کې ټینګار وکړ چی د حلب د جنوب ختیځ په سیمو کې د سوریې د پوځ اوڅاره پرمختګونو ته په پام سره په تیرو دو ورځو کې د شیخ سعید او الصالحین د کوڅو په ازادولو سربیره د باب المقام سیمه هم په بشپړه له داعش ازاده شوی ده

ترهه ګر اوس یوازې په پینځو کوڅو او د پینځه کلومیټرو په مساحت کې کلابند شوی دی .

د سوریې رسندویو هم راپور ورکړی دی چی نن په حلب کې د ترهه ګرو تر کنټرول لاندې له سیمو درې نیم زره ملکیان وتلی دی .

د داعش ترهه ګره ډله چی د امریکا ، ځینو لویدیځو هیوادونو او عربستان ، اماراتو ، قطر او ترکیې لخوا ورسره ملاتړ کیږی ، په عراق کې هم ډیرې سیمې له لاسه ورکړی دی .