ترهه ګر د سوریې په حلب ښار کې وروستۍ سلګۍ وهی
Dec 12, 2016 18:46 Asia/Kabul
د العالم چینل له راپور سره سم د سوریې د جنګ د اطلاع رسونې کمیټۍ نن په یوه راپور کې ټینګار وکړ چی د حلب د جنوب ختیځ په سیمو کې د سوریې د پوځ اوڅاره پرمختګونو ته په پام سره په تیرو دو ورځو کې د شیخ سعید او الصالحین د کوڅو په ازادولو سربیره د باب المقام سیمه هم په بشپړه له داعش ازاده شوی ده
ترهه ګر اوس یوازې په دریو کوڅو او د څوکلومیټرو په مساحت کې کلابند شوی دی او ۹۹ فیصده ښار په بشپړه ازاد شوی دی .
د سوریې رسندویو هم راپور ورکړی دی چی نن په حلب کې د ترهه ګرو تر کنټرول لاندې له سیمو درې نیم زره ملکیان وتلی دی .
د داعش ترهه ګره ډله چی د امریکا ، ځینو لویدیځو هیوادونو او عربستان ، اماراتو ، قطر او ترکیې لخوا ورسره ملاتړ کیږی ، په عراق کې هم ډیرې سیمې له لاسه ورکړی دی .
ټیګونه