امریکا هماغه راز په سورئې له ترهه ګرو بشپړ ملاتړ کوی
امریکا له النصره جبهې ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې هیڅ ډول جدیّت نه لری .
پریس ټی وی راپورورکړ دروسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف دصربیا له خارجه وزیر ایویکا داچیچ سره په بلګراد کې په خبری کنفرانس کې ددې خبرې به کولو سره چې امریکا دسورئې د روا حکومت دنسکورولو لپاره د النصره جبهې یا فتح الشام ترهه ګرې ډلې سره بشپړ ملاتړ کوی زیاته کړې ، ډیر موردونه ښئ چې النصره ترهه ګره جبهه دامریکا ترلارښونې لاندې ائیتلاف لاندې یوه ترهه ګره ډله ده او د دغه ائیتلاف جنګی الوتکې دهغوی په ضد هیڅ ډول عملیات نه کوی .
لاؤروف ټینګار وکړ ، امریکا له النصره جبهې ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې هیڅ ډول جدیّت نه لری .
هغه ویلی دی اوس چې دسورئې له ځینو سیمو دترهه ګرو جرړې په ویستلو دی ، امریکا هماغه راز له ترهه ګرو ملاتړ کوی او غواړی دغه ډول ترهه ګرې ډلې په زوره مقاومت ته اړ کړی خو اوس وخت ترې تیر شوی دی او له دغو کارړنګونو به هم څه په لاس ورنشی .