په سورئې کې دامریکایانو سټراټیژۍ سخته ماته وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i35653-په_سورئې_کې_دامریکایانو_سټراټیژۍ_سخته_ماته_وخوړله
داسې بریښی چې دسورئې پوځ اوملت اودهغو ملاتړی له حلب وروسته د دفرات سین لویدځی اوختیځی سیمو په لور چې دواړو خواؤ ته ئې تکفیری ترهه ګر دی ، پرمختګ وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 19, 2016 11:45 Asia/Kabul
  • په سورئې کې  دامریکایانو سټراټیژۍ سخته ماته وخوړله

داسې بریښی چې دسورئې پوځ اوملت اودهغو ملاتړی له حلب وروسته د دفرات سین لویدځی اوختیځی سیمو په لور چې دواړو خواؤ ته ئې تکفیری ترهه ګر دی ، پرمختګ وکړی .

  تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  دایران د اسلامی جمهوریت د درستو قواؤ دستر قوماندان  ځانګړی  پوځی سلاکار سید یحی رحیم صفوی   په حلب کې  دسورئې دپوځ   بریالیتوبونو ته په اشارې  سره زیاته کړې ،  د سورئې اوعراق پیښې  دنړۍ  د ستروقدرتونو ترمنیځ  یوه سټراټژیکه مخامخیدنه ده چې  یوه پلوه  امریکایان او د صهونیسټ رژیم ،ترکیې ،عربستان ،قطر اواردن پشمول دهغوی متحدان  دی او بل پلوه ایران ،روسیه ، سورئې  او دلبنان حزب ا... ولسی غورځنګ دی .

  سید یحی  روښآنه کړې ،   کابو له شپیتو میاشتو وروسته  دغه سټراټیژیکه مخامخیدنه   دایران او دهغه دمتحدانو   دبریالیتوب او  دمقابل لوری دماتې لامل شوې  ده .

  هغه   د سورئې دوضعیت او د دغه هیواد دوروستیو بدلونونو  دراتلونکی په باب هم وویل ،  داسې بریښی  چې  دسورئې پوځ اوملت  اودهغو ملاتړی   له حلب وروسته  د  دفرات سین  لویدځی اوختیځی  سیمو  په لور   چې  دواړو خواؤ ته ئې تکفیری  ترهه ګر دی ، پرمختګ  وکړی .

  داسلامی انقلاب دمعظم لارښود اوددرستو قواؤ  ستر قوماندان   ځانګړی پوځی سلاکار  ددې خبرې په کولو سره  چې  دسیمې راتلونکی   به د مقاومت او د پتمنو ملتونو   په ګټه وی ، هیله ښودلې ،  دامریکا ټاکل شوی ولسمشر  دحلب دآزادۍ پیغام  درک کړی  او پوهیږی چې  اسلامی ایران   په سیمې کې   په امنیت   او له ترهه ګرو سره  په  جدی مقابلې پسې دی .