په سورئې کې دامریکایانو سټراټیژۍ سخته ماته وخوړله
داسې بریښی چې دسورئې پوځ اوملت اودهغو ملاتړی له حلب وروسته د دفرات سین لویدځی اوختیځی سیمو په لور چې دواړو خواؤ ته ئې تکفیری ترهه ګر دی ، پرمختګ وکړی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دایران د اسلامی جمهوریت د درستو قواؤ دستر قوماندان ځانګړی پوځی سلاکار سید یحی رحیم صفوی په حلب کې دسورئې دپوځ بریالیتوبونو ته په اشارې سره زیاته کړې ، د سورئې اوعراق پیښې دنړۍ د ستروقدرتونو ترمنیځ یوه سټراټژیکه مخامخیدنه ده چې یوه پلوه امریکایان او د صهونیسټ رژیم ،ترکیې ،عربستان ،قطر اواردن پشمول دهغوی متحدان دی او بل پلوه ایران ،روسیه ، سورئې او دلبنان حزب ا... ولسی غورځنګ دی .
سید یحی روښآنه کړې ، کابو له شپیتو میاشتو وروسته دغه سټراټیژیکه مخامخیدنه دایران او دهغه دمتحدانو دبریالیتوب او دمقابل لوری دماتې لامل شوې ده .
هغه د سورئې دوضعیت او د دغه هیواد دوروستیو بدلونونو دراتلونکی په باب هم وویل ، داسې بریښی چې دسورئې پوځ اوملت اودهغو ملاتړی له حلب وروسته د دفرات سین لویدځی اوختیځی سیمو په لور چې دواړو خواؤ ته ئې تکفیری ترهه ګر دی ، پرمختګ وکړی .
داسلامی انقلاب دمعظم لارښود اوددرستو قواؤ ستر قوماندان ځانګړی پوځی سلاکار ددې خبرې په کولو سره چې دسیمې راتلونکی به د مقاومت او د پتمنو ملتونو په ګټه وی ، هیله ښودلې ، دامریکا ټاکل شوی ولسمشر دحلب دآزادۍ پیغام درک کړی او پوهیږی چې اسلامی ایران په سیمې کې په امنیت او له ترهه ګرو سره په جدی مقابلې پسې دی .