داسلامی ایران ،روسیې اوترکیې ددفاع وزیرانو مهمه غونډه جوړیږی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i35662-داسلامی_ایران_روسیې_اوترکیې_ددفاع_وزیرانو_مهمه_غونډه_جوړیږی
زمونږخبریال راپورراکړ د سورئې دوروستیو حالاتو اودحلب ښآر دمیدانی بریالیتوبونو پهباب دایران او روسیې ددفاع وزیرانو په پرونیوټیلیفونی تماسونو پسې به په ماسکو کې دایران ددفاع وزیر حسین دهقان، دروسیې ددفاع وزیر سرګئ شویګو او دترکیې ددفاع وزیر فکری ایشیک په شتون سره مهمه غونډه ترسره شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 19, 2016 11:57 Asia/Kabul
  •    داسلامی ایران ،روسیې اوترکیې ددفاع وزیرانو مهمه غونډه  جوړیږی

زمونږخبریال راپورراکړ د سورئې دوروستیو حالاتو اودحلب ښآر دمیدانی بریالیتوبونو پهباب دایران او روسیې ددفاع وزیرانو په پرونیوټیلیفونی تماسونو پسې به په ماسکو کې دایران ددفاع وزیر حسین دهقان، دروسیې ددفاع وزیر سرګئ شویګو او دترکیې ددفاع وزیر فکری ایشیک په شتون سره مهمه غونډه ترسره شی .

 سردار حسین دهقان  به  په دغې درې اړخیزې غونډې کې  د سیمې  او په تیره د سورئې اودحلب د وروستیو حالاتو  په باب  څیړنې او  د دغه هیواد اوښآر  خلکو  ته د انسانی مرستو درسونې په باب  خپل پلانونه او فعالیتونه   وړاندې کړی او په دې اړه به  سپړنې او څیړنې وکړی .

 دایران ،روسیې  اوسورئې   دملګرتیا په  چورلیز سره د سورئې په حلب کې  د ترهه ګرو له اساسی ماتې   وروسته   د دغه ښار خلکو ته  دانسان دوستۍ دمرستو درسولو  او  د سورئې  دراتلونکو بدلونونو دسپړلو  لپاره  سیمه ایزې سلامشوې  دسیمې داغیزشیندونکو هیوادونو  په ایجنډا کې شاملې دی .

 داپه داسې حال کې دی چې   دسیمې  دمقاومت    دمتحدو هیوادونو پرله پسې  اوکوتلی مشورې  دوام لری او    د سورئې  په حلب کې دترهه ګرو له  اساسی ماتې وروسته دهغوی اربابان لالهانده شوی او لاره  ترې ورکه شوې ده .