ترکیه په سورئې کې پر عمومی اوور بند ټینګار کوی
المیادین ټیلیوژنی چینل راپورورکړ د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو نن مازدیګر په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، په سورئې کې دشخړې دحل غوره لاره دلورو ترمینځ خبرې اترې دی .
د ترکیې خارجه وزیر پرون هم له خپل ایرانی همڅنګ محمد جواد ظریف ، او د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره هم په سورئې کې دعمومی اوور بند دپلان په باب خبرې اترې کړې وې .
داپه داسې حال کې دی چې په سورئې کې دعمومی اووربند دټینګیدو لپاره دترکیې اوروسیې دموافقې په باب هم مختلف راپورونه خپریږی .
دترکیې آناتولی خبری آژنس په سورئې کې دعمومی اووربند دټینګیدو لپاره دترکیې اوروسیې د موافقې خبر ورکړی دی ،خو الحدث ټیلیویژنی چینل بیا په سورئې کې داووربند په باب دماسکو اوانقرې دچارواکو ترمینځ هرډول موافقه دروغ بللې ده .