ترکیه په سورئې کې پر عمومی اوور بند ټینګار کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i36604-ترکیه_په_سورئې_کې_پر_عمومی_اوور_بند_ټینګار_کوی
المیادین ټیلیوژنی چینل راپورورکړ د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو نن مازدیګر په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، په سورئې کې دشخړې دحل غوره لاره دلورو ترمینځ خبرې اترې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 28, 2016 16:49 Asia/Kabul
  •   ترکیه  په سورئې کې پر عمومی  اوور بند ټینګار کوی

المیادین ټیلیوژنی چینل راپورورکړ د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو نن مازدیګر په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، په سورئې کې دشخړې دحل غوره لاره دلورو ترمینځ خبرې اترې دی .

 د ترکیې خارجه وزیر پرون   هم   له خپل ایرانی  همڅنګ محمد جواد ظریف ، او د روسیې له خارجه وزیر  سرګئ لاؤروف سره هم   په سورئې کې  دعمومی اوور بند  دپلان په باب  خبرې اترې کړې وې . 

 داپه داسې حال کې دی چې   په سورئې کې  دعمومی اووربند  دټینګیدو  لپاره  دترکیې اوروسیې  دموافقې په باب  هم  مختلف راپورونه  خپریږی .

  دترکیې  آناتولی خبری آژنس    په سورئې کې  دعمومی  اووربند  دټینګیدو لپاره  دترکیې اوروسیې د موافقې خبر ورکړی دی  ،خو   الحدث ټیلیویژنی چینل   بیا  په سورئې کې  داووربند په باب دماسکو اوانقرې دچارواکو  ترمینځ   هرډول موافقه  دروغ بللې ده .