دسورئې په حلب کې زیاتې امریکائی وسلې کشف شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i36661-دسورئې_په_حلب_کې_زیاتې_امریکائی_وسلې_کشف_شوی_دی
العالم ټیلیویژنی چینل دروسیې دایزوستیا خپرونې له قوله راپورورکړی دسورئې یو ې امنیتی سرچینې ویلی دی و دسورئې پوځ په حلب کې دوسله والو ترهه ګرو زیات شمیر سلاکوټونه کشف اوضبط کړی دی چې په هغو کې دمیلیونونو ډالرو په ارزښت امریکائی وسلې سنبال شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 29, 2016 11:42 Asia/Kabul
  •    دسورئې په حلب کې زیاتې امریکائی وسلې  کشف شوی دی

العالم ټیلیویژنی چینل دروسیې دایزوستیا خپرونې له قوله راپورورکړی دسورئې یو ې امنیتی سرچینې ویلی دی و دسورئې پوځ په حلب کې دوسله والو ترهه ګرو زیات شمیر سلاکوټونه کشف اوضبط کړی دی چې په هغو کې دمیلیونونو ډالرو په ارزښت امریکائی وسلې سنبال شوی دی .

 دسورئې دپوځ  عملیاتی قوماندې ددسمبر په ۲۲نیټه  حلب ښار  په بشپړ ډول دتکفیری  جنایتکارو ترهه ګرو له سپیرو منګولو  پاک اعلان کړی دی .

 یو بل  راپور ښئ  دسورئې دپوځ    کنډکونو  هم   د سورئې  په لودیځ کې په حمص ولایت کې  دترهه ګرو پر مورچلو    اومرکزونو په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د سترو توپونو او توغندیو باران کړی  چې  ویل کیږی  په دغو عملیاتو کې له پنځوسو زیات ترهه ګر هلاک او دهغوی څلور زغرګاډی ، دوې سترې توپې  او پنځه  په سترو وسلو سنبال ګاډی هم تباه شوی دی .

 دسورئې د پوځ  یوه بل یونت  هم   حمص ته  د سلمیه  دلارې له پلوه   دیوشمیر ترهه ګرو    دنفوذ مخه هم ونیوله  او  له هغوی سره په ښکیلیدو کې ئې دهغوی یوشمیر ترهه ګر هلاک کړی اوځینی نور هم په تښتې کې بریالی شوی او دخپلو  ترهه ګرو ملګرو مړی ئې  هم هماغه ځای کې پریښودلی دی .  همداراز  دحمص  په ختیځ کې   په شمالی مشیرفه  سیمې کې هم دترهه ګرو  په سترو وسلو سنبال   یو شمیر  ګاډی هم  تباه شوی او  دهغوی کابو پنځلس ترهه ګر هم هلاک شوی دی .