دسورئې پوځ په درست هیواد کې عمومی اووربند اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i36694-دسورئې_پوځ_په_درست_هیواد_کې_عمومی_اووربند_اعلان_کړ
زمونږخبریال د سورئې دسانا رسمی خبری آژآنس له قوله راپورراکړ د سورئې دوسله وال لوی درستیزوالۍ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دې ته په اشارې سره چې د دسبمر ددیرشمې نیټې په نیمه شپه به په دغه هیواد کې درست پوځی اقدامات ودرول شی ، وویل ، داعش اوالنصره جبهې په څیر ترهه ګرې ډلې او له هغوی سره اړونده ډلګۍ د اوور بند له موافقې مستثنا دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 29, 2016 14:13 Asia/Kabul
  • دسورئې پوځ  په درست هیواد کې عمومی اووربند اعلان کړ

زمونږخبریال د سورئې دسانا رسمی خبری آژآنس له قوله راپورراکړ د سورئې دوسله وال لوی درستیزوالۍ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دې ته په اشارې سره چې د دسبمر ددیرشمې نیټې په نیمه شپه به په دغه هیواد کې درست پوځی اقدامات ودرول شی ، وویل ، داعش اوالنصره جبهې په څیر ترهه ګرې ډلې او له هغوی سره اړونده ډلګۍ د اوور بند له موافقې مستثنا دی .

دسورئې دپوځ  لوئی درستیزوالۍ  همداراز په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی دی ،  په ده هیواد کې  داوور بند له موافقې  موخه  دسورئې دشحړې دحل لپاره دسیاسی لارو چارو څخه دملاتړ  دزمینې برابرول دی .

در وسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  هم اعلان کړی ،  په سورئې کې داووربند  په باب موافقه شوې ده  او  دسورئې  دسوله ایزو خبرواترو دپیلیدو لپاره  چمتووالی شته دی .

د روسیې ولسمشر  وویل ،   په  سورئې کې داوور بند لپاره  د دغه هیواد دحکومت او دهغوی دمخالفانو   داستاذو   دغه موافقه لاسلیک کړې  او  ماسکو  به  په  سورئې   کې  پر اووربند  دڅارنې سند لاسلیک کړی .

 دغه موافقه  په داسې حال کې شوې چې    دحلب سټراټژیک ښار  دترهه ګرو له  څلورنیم کاله  نیواکه وروسته   د دسمبر  په دیارلسمه نیټه  آزاد شوی  دی   .  دحلب ښار آزادول ،  په سورئې کې د ترهه ګرو او د هغوی دملاتړو لپاره  درنده  ماته  وه او  د دغه  هیواد سیاسی معادلات ئې هم  بدل کړی  دی .