دسورئې پوځ په درست هیواد کې عمومی اووربند اعلان کړ
زمونږخبریال د سورئې دسانا رسمی خبری آژآنس له قوله راپورراکړ د سورئې دوسله وال لوی درستیزوالۍ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره دې ته په اشارې سره چې د دسبمر ددیرشمې نیټې په نیمه شپه به په دغه هیواد کې درست پوځی اقدامات ودرول شی ، وویل ، داعش اوالنصره جبهې په څیر ترهه ګرې ډلې او له هغوی سره اړونده ډلګۍ د اوور بند له موافقې مستثنا دی .
دسورئې دپوځ لوئی درستیزوالۍ همداراز په دغې اعلامیې کې ټینګار کړی دی ، په ده هیواد کې داوور بند له موافقې موخه دسورئې دشحړې دحل لپاره دسیاسی لارو چارو څخه دملاتړ دزمینې برابرول دی .
در وسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم اعلان کړی ، په سورئې کې داووربند په باب موافقه شوې ده او دسورئې دسوله ایزو خبرواترو دپیلیدو لپاره چمتووالی شته دی .
د روسیې ولسمشر وویل ، په سورئې کې داوور بند لپاره د دغه هیواد دحکومت او دهغوی دمخالفانو داستاذو دغه موافقه لاسلیک کړې او ماسکو به په سورئې کې پر اووربند دڅارنې سند لاسلیک کړی .
دغه موافقه په داسې حال کې شوې چې دحلب سټراټژیک ښار دترهه ګرو له څلورنیم کاله نیواکه وروسته د دسمبر په دیارلسمه نیټه آزاد شوی دی . دحلب ښار آزادول ، په سورئې کې د ترهه ګرو او د هغوی دملاتړو لپاره درنده ماته وه او د دغه هیواد سیاسی معادلات ئې هم بدل کړی دی .