دترکیې امنیت باید دګاونډیانو په امنیت اوثبات کې ولټوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i37408-دترکیې_امنیت_باید_دګاونډیانو_په_امنیت_اوثبات_کې_ولټوو
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن بلاخره هم د انقرې دمیټرو دنوی کرښې دافتتاح کولو په دستورو کې وویل و دترکیې امنیت یوازې غازی انتب ښار ته نه محدودیږی ،باید دترکیې امنیت له پولو په بهر او دترکیې په ګاونډیو هیوادونو کې ولټول شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 05, 2017 16:53 Asia/Kabul
  • دترکیې امنیت باید دګاونډیانو په امنیت اوثبات کې ولټوو

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن بلاخره هم د انقرې دمیټرو دنوی کرښې دافتتاح کولو په دستورو کې وویل و دترکیې امنیت یوازې غازی انتب ښار ته نه محدودیږی ،باید دترکیې امنیت له پولو په بهر او دترکیې په ګاونډیو هیوادونو کې ولټول شی .

   دترکیې د ولسمشر دغه ګډې وډې خبرې  په داسې حال کې دی چې  ترکیې  تر دې دمه  له  ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په وړاندې  دوه ګوڼی سیاست وړاندې کړی دی  او  دداعش  پشمول  له ترهه ګرو او وسله والو ډلو څخه په مالی او پوځی ملاتړونو سره  ئې  دسورئې اوعراق  په ناکراریو کې  رول درلودلی دی . 

 دترکیې ولسمشر  همداراز   پر امریکائی چارواکو په سختو نیوکو سره  وویل ، ترکیې   دسورئې په شمال کې  دترکیې دپوځیانو   په عملیاتو او دهغوی ترملاتړ لاندې  ډلو   په ملاتړ کې  دامریکا له خوا هیڅ ډول مرستې  نه دی ترلاسه کړی .

   په عین حال کې د    ترکیې دحکومت ویندوی ابراهیم کان   هم نن وئیلی دی ،  دغه هیواد حق لری ،   د دغه هیواد په جنوب کې  په آداناصوبې کې انجرلیک  هوآئی  مرکز ، دخپل  حاکمیتی حق دیوې برخې په توګه وتړی .  هغه ویلی  دترکیې چارواکو تراوسه پورې   دامریکا تر امر لاندې دائیتلاف  د الوتکو  پّ وړاندې  د دغه هوائی مرکز دتړلو په باب  کومه فیصله نه ده کړې