په موصل کښې په لسګونو داعشی ترهه ګر هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i39213-په_موصل_کښې_په_لسګونو_داعشی_ترهه_ګر_هلاک_شول
د عراق د موصل ښار په شمالی محور کشې د عراقی ځواکونو په عملیاتو کښې پنخوس داعشی ترهه ګر په هلاکت ورسېدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2017 18:11 Asia/Kabul
  • په موصل کښې په لسګونو داعشی ترهه ګر هلاک شول

د عراق د موصل ښار په شمالی محور کشې د عراقی ځواکونو په عملیاتو کښې پنخوس داعشی ترهه ګر په هلاکت ورسېدل.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې د عراق د دفاع وزارت نن په یوه بیانیه کښې و ویل، د عراق د فوځ نهم زغره وال یونټ د موصل ښار په شمالی محور کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې وکړې شول القوسیات او د دغې سیمې ګېر چاپېره یو شمېر کلی د ترهه ګرو له قبضې ازاد کړی او ترهه ګرو ته درانه  سر او مال تاوانونه ورسوی.

په بیانیه کښې راغلی دی چې د عراق د فوځی ځواکونو په عملیاتو کښې له پنځوسو زیات تکفیری داعشیان ووژل شول او شپږ بم  اېښودل شوی موټرونه او د بم اېښودو مشینریانې هم د داعش په خلاف د فوځ او ائتلاف د جنګی الوتکو په عملیاتو کښې تباه شوې.

دا په داسې حال کښې دی چې نن د موصل د شمال په تلعفر کښې د ترهه ګرو په اډه باندې د عراقی جنګی الوتکو په حملو کښې د داعش یو مطرح سرغنه په شمول پینځه داعشیان هلاک شول.

همدارنګ یوې امنیتی سرچینې نه وویل د عراق اېف شپاړس الوتکو په المظومین کلی کښې د داعش ترهه ګرې ډلې یوه اډه هدف وګرځوله چې له امله یې د بهرنیو داعشیانو د مسئول سره د څلورو ملګرو ووژل شول.