د سوریې ځواکونو په حلب کښې دوه نورښارګی هم ازاد کړل
Jan 29, 2017 11:37 Asia/Kabul
د سوریې فوځی ځواکونو د حلب په ختیځ کښې د خپل پرمختګ په دوام کښې الشېخ دن او المشرفه نومې دوه ښارګی د داعش ترهه ګرو له قبضې ازاد کړل.
د اېرنا د نننی رپوټ له مخې د حلب په ختیځ کښې له داعشی ترهه ګرو سره د سوریې د فوځی ځواکونو په نښتوکښې یو شمېر ترهه ګر په هلاکت ورسېدل او یا ژوبل شول.
د سوریې فوځ پرون هم په دغه محور کښې عین الجحش ښارګے د داعش له وجوده پاک کړ چې په دغو عملیاتو سره د سوریې فوځ د الباب ښار د وروستی دفاعی کرښې په توګه تادف ښارګی ته یو بل قدم فاصله لری.
د سوریې فوځ په دې وروستیو ورځوکښې درویشت، ښارګی، کلی، تپې او زراعتی زمکې د داعشی تکفیریانو له قبضې ازادې کړی دی.
ټیګونه