دصهونیسټ رژیم ایټمي وسلې د نړیوال امنیت لپاره جدی ګواښ دی.
فارس خبری آژانس راپورورکړ د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې دایران داسلامی جمهوریت دایمي استازی رضا نجفي بیګا دایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس دواکمنې شورا دروانې غونډې په وروستۍ ورځ ناستې کې دصهونیسټ رژيم ایټمي وسلې دنړیوال امنیت اوسولې لپاره خطرناکې وبللې او د دغه رژیم د ایټمي وسلو په پروګرام ئې دآژانس دجدي غور غوښتنه وکړه .
رضانجفي پخپلې وینا کې ، دناپيّلي غورځنګ دغړو هیوادونو له خوا دصهونیسټ رژيم دایټمي وسلو دپرورګام په سختو ټکو غندنې ته په اشارې سره دایټمي انرژۍ ډنړیوال آژانس له خوا دغې موضوع ته د جدي پام غوښتنه وکړه .
هغه له این پي ټي تړون سره د دغه رژيم دسملاسی یو ځاي کیدا او د آژانس دسیف ګارډز تر بشپړ څارنې لاندې ئې د درستو ایټمي تاسیساتو د وروستو په باب د ایټمي پراختیا دبندیز دتړون دبیا کتنې دکنفرانسونو او د آژانس تصویب شویو پریکړه لیکونو په چوکاټ کې دنړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته په اشارې سره زیاته کړه ،له بده مرغه صهونیسټ رژيم په تیرو کلونو کې دنړیوالې ټولنې پر غوښتنو سترګې پټې کړي او دځينولویدیځي هیوادونو په ړندو ملاتړونو او د ټولو نړیوالو قوانینو او مقرراتو ئې په ښکاره خلاف ورزیو سره دخپل پوځي ایټمي پروګرام پرمخ بیولو ته دوام ورکړی دی .
د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې دایران دایمي استازي همدرااز اسرائيلو ته د هرډول ایټمي تجهیزاتو اوموادو د منتقلولو او ملګرتیا دبشپړ مخنیوي دضرورت او دپراختیا دبندیز په زمینې کې د ځينو لویدیځي هیوادون و په دوه ګوڼي چلند په سختو نیوکو سره،له تیریګرۍ په ډک تاریخ او د حکومتی ترهه ګرۍ په مخینې سره دصهونیسټ وحشي رژيم په لاس کې د ایټمي وسلو لرل ، دنړیوالې سولې او امنیت لپاره ستر اوجدي ګواښ وباله .
په دغې غونډې کې دمصر ،اردن اومتحده عربی اماراتو استازو هم دصهونیسټ رژيم له ایټمي توانمنیو دځينو لویدیځي هیوادونو دملاتړ په محکومولو سره له این پي ټي تړون سره د اسرائيلو له بې قید وشرطه یوځاي کیدا او د آژانس دسیف ګارډز ترڅارنې لاندې ئې د دغه رژیم دټولو ایټمي تاسیساتو په راوستو ټينګار وکړ.
د دغو هیوادونو استازو همداراز ټينګار کړی چې د دغې چارې تر پوره کیدا پورې د اسرائيلو دایټمي توانمنیو موضوع چې دسیمې اونړۍ لپاره یو ګواښ دی ، باید دآژآنس په ایجنډا کې پاتې شي .
خو دامریکا اواروپائي اتحادئې استازي له صهونیسټ رژيمه په ملاتړ سره په دغې غونډې کې دسیمې دهیوادونو په وسله د دغې موضوع له مطرح کیدا سره مخالفت وکړ اونیوکې ئې پرې وکړې .