ملګروملتونو په سوریه کې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i43594-ملګروملتونو_په_سوریه_کې_د_ډزبندۍ_غوښتنه_کړې_ده
د سوریی په چارو کی د ملګرو ملتونو استازې« سټېفین دی میستورا» له روس ، ایران او ترکی غوښتی چې په شام کې ژر تر ژره د ډزبندۍ لپاره خبرې پیل کړی تر څو دا شان په دغه هېواد کې د حالاتو د لا خرابېدو مخه ونیول شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2017 10:43 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو په سوریه کې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده

د سوریی په چارو کی د ملګرو ملتونو استازې« سټېفین دی میستورا» له روس ، ایران او ترکی غوښتی چې په شام کې ژر تر ژره د ډزبندۍ لپاره خبرې پیل کړی تر څو دا شان په دغه هېواد کې د حالاتو د لا خرابېدو مخه ونیول شی.

سټېفین دی میستورا دا خبرې د جمعې په ورځ په جینوا کې کړې دی. پر دې سربیره نوموړی په جینوا کې د سوریی د شپږ کلنۍ جګړې د سیاسی حل لارې په موخه هم په خبرو کې د منځګړی په توګه کار کوی.

روسیه، ایران او ترکیه د قزاقستان په سرښار استانه کې خبرې کوی چې دا شان په  سوریه کې د څارنې لپاره نظام جوړ کړی او ډزبندی بهتره کړی.

سټېفین دی مستورا ویلی، هغه د کومې معجزې تمه نه لری خو د ګټورو ګامونو لپاره هیله من دی.

روسیی، ایران او ترکیی په شام کې د ډزبندی تړون کړی دی چې د ډسمبر پر ۳۰ مه عملی شوی دی.