ملګروملتونو په سوریه کې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده
Mar 25, 2017 10:43 Asia/Kabul
د سوریی په چارو کی د ملګرو ملتونو استازې« سټېفین دی میستورا» له روس ، ایران او ترکی غوښتی چې په شام کې ژر تر ژره د ډزبندۍ لپاره خبرې پیل کړی تر څو دا شان په دغه هېواد کې د حالاتو د لا خرابېدو مخه ونیول شی.
سټېفین دی میستورا دا خبرې د جمعې په ورځ په جینوا کې کړې دی. پر دې سربیره نوموړی په جینوا کې د سوریی د شپږ کلنۍ جګړې د سیاسی حل لارې په موخه هم په خبرو کې د منځګړی په توګه کار کوی.
روسیه، ایران او ترکیه د قزاقستان په سرښار استانه کې خبرې کوی چې دا شان په سوریه کې د څارنې لپاره نظام جوړ کړی او ډزبندی بهتره کړی.
سټېفین دی مستورا ویلی، هغه د کومې معجزې تمه نه لری خو د ګټورو ګامونو لپاره هیله من دی.
روسیی، ایران او ترکیی په شام کې د ډزبندی تړون کړی دی چې د ډسمبر پر ۳۰ مه عملی شوی دی.
ټیګونه