دترکیې پوځ دسورئې د ټاټوبی پریښودو ته هیڅ اراده نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i44140-دترکیې_پوځ_دسورئې_د_ټاټوبی_پریښودو_ته_هیڅ_اراده_نه_لری
زمونږخبریال راپورراکړ په داسې حال کې چې دترکیې حکومت اعلان کړی ، په سورئې کې دترکیې پوځی عملیات پای ته رسیدلی دی ، دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو ویلی دی ، دسورئې په شمالی سیمو کې ترڅو چې عادی ژوند پیل شوی نه وی او په دغو سیمو کې ځای ځواک ځای پر ځای نشی او له سیمې کوچیدلی خلک بیرته خپلو کورو ته ستانه نشی ،ترکیه له دغې سیمې دخپلو عسکرو ویستلو ته هیڅ اراده نه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2017 00:45 Asia/Kabul
  • دترکیې پوځ   دسورئې  د ټاټوبی پریښودو ته هیڅ اراده نه لری

زمونږخبریال راپورراکړ په داسې حال کې چې دترکیې حکومت اعلان کړی ، په سورئې کې دترکیې پوځی عملیات پای ته رسیدلی دی ، دترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو ویلی دی ، دسورئې په شمالی سیمو کې ترڅو چې عادی ژوند پیل شوی نه وی او په دغو سیمو کې ځای ځواک ځای پر ځای نشی او له سیمې کوچیدلی خلک بیرته خپلو کورو ته ستانه نشی ،ترکیه له دغې سیمې دخپلو عسکرو ویستلو ته هیڅ اراده نه لری .

  هغه  پرون مازدیګر  په یولړ څرګندونو کې  ویلی دی و   که   په سیمې کې ځای ځواک توانمن شی او  سوریاوال کډوال بیرته خپلو کورونو  ته ستانه شی  نو دترکیې پوځی ځواک به  هم  سوکه سوکه له سیمې بیرته وګرځی .

 دترکیې خارجه وزیر ادعا کړې ،   دسورئې له شماله  د هغوی دپوځیانو  چټک ګرځیدل  به  په  دغو سیمو کې  دمشکلاتو دزیاتیدو لامل شی او امریکا هم  په دې باب له ترکیې سره یو شان نظر  لری .  دترکیې  لومړی وزیر  بن علی یلدریم   دمارچ په ۲۴نیټه   اعلان کړی ؤ چې  دفرات ډال  نومې  عملیات پای ته رسیدلی  او دترکیې پوځ  توانیدلی ،  دسورئې دحکومت مخالفو ډلو  په مشارکت سره   جرابلس ، الباب ،الراعی  او دابق ښارونه  د داعش  ډلې  له منګولو آزاد کړی .  هغه همداراز  دې ته په  اشارې سره  چې   که ترکیه  دامنیت خطره احساس کړی ،  نو  په سورئې کې  د دغه هیواد  دپوځ دنوو  عملیاتو دپیلیدا امکان   هم شته دی .

 دسورئې په خاورې کې  دترکیې  دپوځی  عملیاتو د ختمیدا اعلان    او  دسورئې له شماله دخپلو عسکرو دبیرته ویستلو لپاره  د  انقرې شرطونه په داسې حالاتو کې   دی چې د  دمشق  حکومت  په کرتو     له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په پلمو سره  د دغه هیواد  ځینو  سیمو ته دترکیې    دپوځی ځواک  ورتلل په غیر قانونی بللو سره ټینګار کړی چې تریکه   د دغه هیواد بحران  اصلی  عامله  ده .