دسورئې په شمال کې دنووپوځی عملیاتو لپاره ځانونه تیار وو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i44280-دسورئې_په_شمال_کې_دنووپوځی_عملیاتو_لپاره_ځانونه_تیار_وو
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون مازدیګر دترکیې په ترابوزان ولایت کې پخپلې وینا کې وویل و له ترهه ګرو دسورئې دالباب سیمې دپاکولو لپاره دفرات ډال په نامه دعملیاتو لومړنۍ مرحله پای ته رسیدلې ده ،خو دسورئې په خاورې کې به دترکیې دپوځ دپوځی عملیاتو نوی مرحله ډیره زر پیل شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 04, 2017 01:36 Asia/Kabul
  • دسورئې په شمال کې  دنووپوځی عملیاتو لپاره  ځانونه تیار وو

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون مازدیګر دترکیې په ترابوزان ولایت کې پخپلې وینا کې وویل و له ترهه ګرو دسورئې دالباب سیمې دپاکولو لپاره دفرات ډال په نامه دعملیاتو لومړنۍ مرحله پای ته رسیدلې ده ،خو دسورئې په خاورې کې به دترکیې دپوځ دپوځی عملیاتو نوی مرحله ډیره زر پیل شی .

   اردوغان ادعا کړې ، ترکیه  په نورو سیمو کې  هم  دترهه ګرو ډلو دبشپړ نابودۍ لپاره  دنوو  عملیاتو د ترسره کولو لپاره  تیاره ده . دترکیې ولسمشر  زیاته کړې ،  په سورئې کې د ترکیې نوی پوځی عملیات به په نوی نامې سره  معرفی شی .

  دترکیې ولسمشر زیاته کړې ،دپی کې کې ، د سورئې وائی پی کې ، داعش  اود ګولن ډلې  پشمول  ټوله ترهه ګرې ډلې به چې دپسرلی درارسیدو او دترهه ګرو اقداماتو  د دوام په تمه دی ،  حیرانه  اوسربداله کړوو.

دسورئې په خاورې کې  د ترکیې دپوځی عملیاتو د  نوی مرحلې پرپیلولو دترکیې د ولسمشر  ټینګار په داسې حال کې دی چې  دغه هیواد دمارچ په ۲۹نیټه  اعلان کړی ؤ   دفرات ډال په نامه عملیات پای ته رسیدلی  او دترکیې پوځ توانیدلی  په سورئې کې خپلو پوځی موخو ته ورسیږی .  په سورئې کې دترکیې  پوځی دخالت  په داسې حال کې دی ، چې د سورئې ولسی حکومت   پخپلې خاورې کې  دترکیې پوځی شتون په محکومولو سره ټینګار کوی ،  دانقرې حکومت دترهه ګرو ډلو  داصلی ملاتړی په توګه،  د دغه هیواد دشخړې په لاسختولو اوزیاتولو کې چورلیزی رول لوبولی دی .