دسورئې دحکومت په خلاف دامنیت شوراغونډه یوځل ناکامه پای ته ورسیده
زمونږخبریال راپور راکړ د سورئې په خان شیخون سیمې باندې د کیمیائی حملې دسپړلو لپاره دملګرومتلو د امنیت شورا ځانګړی غونډه چې په سورئې کې دترهه ګرو د خورا اصلی ملاتړو امریکا،انګلستان اوفرانسې په هلوځلو سره ترسره شوی ، د سورئې دحکومت دمحکومولو لپاره دلودیځی هیوادنو وړاندیزی پلان په باب درائ اخستو پرته پای ته ورسیده .
العالم ټیلیویژنی چینل هم راپورورکړ په ملګروملتو کې د روسیې د دایمی استازی مرستیال ولادیمیر سافرونکوف بیګا په دغې غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې په سورئې کې ترهه ګر له کیمیائی وسلو څخه په استفادې سره د دغه هیواد دحکومت په بې باوره کولو پسې دی ،روښآنه کړې ، ترهه ګر د خپلو ځینو ملاتړو هیوادونو په غږملتیا سره دسورئې دحکومت په ضد دپوځی اقدام ته دمخه کولو لپاره دکومې پلمې لټولو پسې دی .
سافرونکوف همداراز ددې خبرې په کولو سره چې دامنیت شورا بې پامۍ له کیمیائی وسلو څخه په استفادې دترهه ګرو دهڅولو او له سزا دبچ کیدو لامل کیږی وویل ،دسورئې دادلب په شاوخوا کې دپیښو په باب اوسنی هائ هوئ دسورئې په حکومت دپوځی حملې دنقشې یوه برخه ده .
په ملګروملتو کې دسورئې د دایمی استازی مرستیال منذر منذر هم په دغې ناستې دامریکا ،انګلستان اوفرانسې د استازو د هغو بې اساسه تورونو په ځواب کې چې دمشق ئې په خان شیخون سیمې کې دوروستیو پیښو مسئول معرفی کړی ، ددې خبرې په کولو سره چې دسورئې حکومت ملګروملتو څه دپاسه نوی لیکونه استولی دی او په هغو کې دسورئې دولس په ضد له کیمیائی موادو اووسلو دترهه ګرو داستفادې په باب باؤری اطلاعات وړاندې شوی دی ، وویل ؛ دغه مواد د ترکیې په وسیله ترهه ګرو ته لیږدول شوی دی .
دسورئې ادلب په جنوب کې په خان شیخون سیمې دتیرې سه شنبې ورځې په کیمیائی حملې کې څه دپاسه سل کسان وژل شوی او کابو څلور سوه نورټپیان شوی دی .په عراق اوسورئې کې ترهه ګرو ډلوپه کرتو د دغو هیوادونو دخلکو په ضد له منع شویو کیمیائیوسلو استفاده کړې ده .