په جیزان کښې د سعودی سنګرونه بمباری کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i44960-په_جیزان_کښې_د_سعودی_سنګرونه_بمباری_کړې_شول
د سعودی د جنوب په جیزان کښې د دغه هېواد فوځی توپونخانې د یمن د فوځی او ولسی ځواکو د حملو هدف وګرځېدې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2017 14:37 Asia/Kabul
  • په جیزان کښې د سعودی سنګرونه بمباری کړې شول

د سعودی د جنوب په جیزان کښې د دغه هېواد فوځی توپونخانې د یمن د فوځی او ولسی ځواکو د حملو هدف وګرځېدې.

د یمن د المسیره چېنل د رپوټ له مخې د یمن فوځی او ولسی ځواکونو نن د دغه هېواد د شمال په صعده ښار باندې د سعودی د بمباریو په ځواب کښې د دغه هېواد د جنوب په جیزان کښې سعودی فوځی سنګرونه بمباری کړل

د دغه رپوټ له مخې د  طوال سیمې د ختیځ په  الخوجره لاره کښې هم د سعودی د فوځ یو براډلی ډوله ټېنک د یمنیانو په زغره وال ضده توغندی سره تباه شو.

د یمن فوځی او ولسی ځواکونو همدارنګ نن سهار هم په المخا سیمه کښې د سعودی تیری ګرو ځواکونو په سنګرونو باندې د قاهر دوه ډوله بالېسټک توغندی حمله وکړه چې له کبله یې په لسګونو سعودی تیر ګر تالی سټی هلاک شول.