د سوریا والو ترمینځ خبرې اترې حساس پړاؤ ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i46642-د_سوریا_والو_ترمینځ_خبرې_اترې_حساس_پړاؤ_ته_رسیدلی_دی
دقزقستان خارجه وزارت هم نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دغې دوه ورځنۍ غونډې کې دسورئې دبحران دحل لپاره در وسیې دوړاندیز باندې دغور خبر ورکړی او ویلی ئې دی ، په آستانې خبرواترو کې ګډون کونکی به په سورئې کې دتاؤتریخوالی دکمیدا څلوروسیمو دجوړولو لپاره د سورئې له خوا وړاندې شوی څلور سندونه وارزوی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 03, 2017 14:51 Asia/Kabul
  •   د سوریا والو ترمینځ   خبرې اترې حساس پړاؤ ته رسیدلی دی

دقزقستان خارجه وزارت هم نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دغې دوه ورځنۍ غونډې کې دسورئې دبحران دحل لپاره در وسیې دوړاندیز باندې دغور خبر ورکړی او ویلی ئې دی ، په آستانې خبرواترو کې ګډون کونکی به په سورئې کې دتاؤتریخوالی دکمیدا څلوروسیمو دجوړولو لپاره د سورئې له خوا وړاندې شوی څلور سندونه وارزوی

زموږ خبریال راپورراکړ  دایران د خارجه وزارت د عربی اوافریقائی چارو  مرستیال حسین  جابری انصاری   او دترکیې مرستیال خارجه وزیر  اسدات اونال دقزاقستان په آستانې کې  د سوریاوالو ترمینځ  د دوو اړخیزو  خبرواترو   دڅلورم پړاؤ ترڅنګ   د دوواړخیزو   غونډو په چوکاټ کې   دتهران  په کوربتوب  دسورئې  په باب  وروستۍ دکارپیژندې  دغونډې دبریاؤ په سپړلو سره  په دغه هیود کې  موجود شرائط ، اړتیاوې  او د آستانې دغونډې په وړاندې  مشکلات  او دغه راز دخبرواتروپه ایجنډا کې  دپر سندونو بحث او غور وکړ .

د ترکیې اوایران دواړو  مرستیال خارجه وزیرانو   دآستانې دغونډې په څنډې کې   دسورئې په چارو کې  دملګروملتو له ځانګړی استازی سټیفن ډی مستورا  او  په ملګروملتو کې  دسورئې  داستازی   بشار جعفری  او دغه راز دسورئې په چارو کې دروسیې له ځانګړی استازی الیګذنډر  لاورنتیف سره   هم کتنه او د سورئې  دوروستیو حالاتو په باب خبرې  اترې وکړې .

ټاکل شوې  ده  دآستاانې خبرې اترې چې نن پیل شوی دی سبا  به هم دوام وکړی.

 همداراز  دقزقستان  خارجه وزارت هم  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  په دغې دوه ورځنۍ غونډې کې  دسورئې  دبحران دحل لپاره  در وسیې دوړاندیز  باندې دغور خبر ورکړی  او ویلی ئې دی ،  په آستانې خبرواترو کې ګډون کونکی به په سورئې کې دتاؤتریخوالی دکمیدا څلوروسیمو   دجوړولو لپاره  د سورئې  له خوا وړاندې شوی څلور سندونه  وارزوی .