د آستانه په مذاکراتو کښې د سوري مخالفانو کړچار منفي دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i46674-د_آستانه_په_مذاکراتو_کښې_د_سوري_مخالفانو_کړچار_منفي_دی
د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازي د آستانه د خبرواترو په بهیر کښې د سوري مخالفانو په کړچار نیوکه وکړه او هغه یې غیررغنده وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2017 03:26 Asia/Kabul
  • د آستانه په مذاکراتو کښې د سوري مخالفانو کړچار منفي دی

د سوریې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر استازي د آستانه د خبرواترو په بهیر کښې د سوري مخالفانو په کړچار نیوکه وکړه او هغه یې غیررغنده وباله.

ایرنا لیکلي چې د قزاقستان په پلازمینه آستانه ښار کښې د سوریې په اړه خبرواترو کښې د روسي پلاوي مشر الکزینډر لاورنتِیُف تیره شپه د سوریې د مخالفو وسله والو بې بنیاده تورونو ته په اشارې سره چې د روسیې هوايي ځواکونه یې د پرخپلو سنګرونو په بمبارۍ تورن کړي وو، څرګنده کړه: په آستانه کښې د سوریې مخالفان غیررغنده کړنلاره لري او بې له هیڅ ډول شواهدو د روسیې هوايي ځواکونه په حما او درعا سیمو کښې پر خپلو سنګرونو باندې په حملو تورنوي.

هغه زیاته کړه: داسې ښکاري چې سوري مخالفان د آستانې په مذاکراتو کښې هیڅ ژمنه کول نه غواړي او په همدې وجه د دې غونډې د ناکامولو لپاره له هرې ممکنې طریقې ګټه پورته کوي.