حزب الله اردن، امریکې او بریتانیا ته سخت خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i47120-حزب_الله_اردن_امریکې_او_بریتانیا_ته_سخت_خبرداری
د لبنان حزب ا... د سوریې په سویلي پولو کښې د اردن، بریتانیا او امریکې د هرډول نه سنجول شوي اقدام په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2017 03:33 Asia/Kabul
  • حزب الله اردن، امریکې او بریتانیا ته سخت خبرداری

د لبنان حزب ا... د سوریې په سویلي پولو کښې د اردن، بریتانیا او امریکې د هرډول نه سنجول شوي اقدام په هکله خبرداری ورکړ.

المیادین ټي وي چینل پرون خبر ورکړی دی چې له امریکې او بریتانیې سره د اردن د ګډې مانورۍ په پلمه د دغه هیواد او سوریې ترمینځ په النصیب سرحد کښې د سویدا او درعا د دوو سویلي ولایتونو پّ پولو کښې د امریکې د پراخو پوځي تجهیزاتو شتون په دغو سرحدونو کښې د واشنګټن د پوځي تحرکاتو څارونکی او د یولړ نویو پوځي عملیاتو نښه ده.

د لبنان المنار ټي وي چینل بیګا د حزب ا... له قوله وویل: د سوریې د حاکمیت د خلاف ورزۍ په بڼه کښې به اردن، بریتانیا او امریکا سخت تاوان ورکړي.

د خپرو شویو خبرونو له مخې د امریکې، بریتانیې او اردن ګډ پوځي ځواکونه چې په لس هاو ټانکونو او هیلي کوپټرو سنبال دي، د اردن د شمال او د سوریې په سویلي سیمو کښې دیره شوي دي.