دسورئې پوځ دحلب په شاوخوا کې په لسګونوترهه ګرهلاک کړی دی
دروسیې سپوټنیک خبری سایټ راپورورکړی ، دسورئې پوځ دحلب په شمالی سیمو کې په المهدوم کلی کې د داعش ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې دهغوی پنځلس ترهه ګرهلاک اویوشمیر نور هم ټپیان کړی او دهغوی په اته په سترو وسلو سنبال ګاډی او نور تجهیزات ئې هم تباه کړی دی .
دغه راپورښئ په دغو عملیاتو کې المهدوم کلی او شاخوا شپیته فی صدی نوره برخې هم له داعشیانو پاکې شوی دی
دسوریا سانا خبری آژانس هم راپور ورکړی دوسله والو کسانو نهمه ډله هم له خپلو کورنیو سره یو ځای نن سهار وختی دسورئې دلودیځ په حمص ولایت کې له الوعر سیمې وتلې او د ادلب په لور خوځیدلې ده .
داپه داسې حال کې دی چې د حمص والی طلال البرازی په یولړڅرګندونو کې ویلی دی ، له الوعر سیمې د وسله والو کسانو وتل هماغه راز دوام لری او تمه کیږی چې له درو سوو تر څلور سوو پورې وسله وال له ځینوخپلو کورنیو سره له دغې سیمې ووځی .