دسورئې په ختیځ کې نور په لسګونو داعشیان هلاک شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i48636-دسورئې_په_ختیځ_کې_نور_په_لسګونو_داعشیان_هلاک_شوی_دی
زمونږخبریال دالاخباریه ټیلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ دسورئې پوځ په دیرالزور ولایت کې دمسیحیانو له قبرستان سره نزدې دداعشی تکفیریانو پر مرکز په حملې سره دغه مرکز تباه کړ او دهغوی په لسګونو تکفیریان هم هلاک شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 28, 2017 13:32 Asia/Kabul
  • دسورئې په ختیځ  کې نور په لسګونو داعشیان هلاک شوی دی

زمونږخبریال دالاخباریه ټیلیویژنی چینل له قوله راپورراکړ دسورئې پوځ په دیرالزور ولایت کې دمسیحیانو له قبرستان سره نزدې دداعشی تکفیریانو پر مرکز په حملې سره دغه مرکز تباه کړ او دهغوی په لسګونو تکفیریان هم هلاک شوی دی .

راپورښئ  په دغې حملې کې  د ترهه ګرو په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډی  او پوځی تجهیزات هم تباه شوی دی .

د سورئې پوځ  همداراز بیګا ماښام   په دیرالزور  ولایت ې  په تله الصنوف سیمې کې  د داعشیانو پر مورچو هم برید کړی  چې  په نتیجې کې ئې  شپږ داعشیان هلاک او دهغوی په سترو وسلو سنبال اته ګاډی  هم تباه شوی دی .

دیرالزور ولایت  له عراق سره په پولې واقع   دی او له ۲۰۱۴کال راهسې  داعشی تفکیریانو کلابند کړی  او د تیلو ډیرې زیاتې زیرمې لری ،  او د دغه ولایت تیل  د داعشیانو په لاس  دترکیې  په بازارونو کې خرڅیږی  او  د داعشیانو  یوه   غوره ستره مالی سرچینه حسابیږی .