دصهونیسټ رژیم ماهیّت دبشریّت او دسیمې د ملتونولپاره یو ګواښ دی
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی دلبنان له جنوبه دنیواکګرو د شړل کیدوداولسمې کلیزې په مناسبت د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا... ته دمبارکۍ په پیغام کې وویل ، دصهونیسټ رژیم په ضد داسلامی مقاومت د ډیرزیات بریالیتوبونه ښئ چې یوازې په یوزړتوب ، پیوستون اومقاومت سره د فلسطین دنیواکی ټاټوبو په آزادولو کې داسلامی امت لوړې موخې ترلاسه کیدلی شی .
ډاکټر لاریجانی ټینګار کړی ، بې شکه ،دلبنان دبیلابیلو ډلو وحدت او انسجام به د اسلامی مقاومت او دلبنان د میړنی ملت په وړاندې روښانه راتلونکی نندارې ته وړاندې کړی .
هغه په دغه پیغام کې دلبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی و دمقاومت مبارزانو د دغه هیواد حکومت او ستر ملت لپاره دسرلوړۍ اوبریالیتوبونو هیله هم وکړه .
د ۲۰۰۰کال دمئ په ۲۵نیټه صهونیسټ رژیم له ډیرو زیاتو پوځی توانمنیو څخه له برخمنیدا سره سره دلبنان د اسلامی مقاومت دځواکونو په وړانې تسلیم او د دغه هیواد له جنوبه تښتې ته اړ شو ، او دغه راز په دغې ورځې د لبنان نیول شوی پراخې برخې آزادې شوې .