په قدس شریف کې داسرائیلو په لمسونکو اقداماتو دفلسطینیانوغبرګون
په بیت المقدس کې داسرائیلو دلمسونکو او سلطه غواړو اقداماتو په زیاتیدو دفلسطنیانو دغبرګونونو په دوام کې دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دیکشنبې په ماښام په نیواکی قدس کې د ندبه دیوال (براق)ترڅنګ دصهونیسټ رژیم دکابینې دغونډې ترسره کیدا نیواکی ټاټوبو ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دسفر یوه نتیجه وبلله .
دفلسطین آزادۍ جبهې (پی ایل او ) هم دالاقصی جومات ترڅنګ دکابینې دغونډې په جوړولو کې دصهونیسټ رژیم لمسونکی اقدام غیر قانونی وباله. دوحشی ډوله صهونیسټی رژیم دلومړی وزیر بین یامین نتن یاهو کابینې دیکشنبې په ورځ دلومړی ځل لپاره خپله اونیزه غونډه دالاقصی جومات ترڅنګ د ندبه دیوال (براق) ترلاندې سرنګ کې ترسره کړه.
په همداوروستیو شپو ورځو کې داسرائیلو سلطه غواړو اقداماتو زیاتیدا نیواکی فلسطین ته د ډونالډ ټرمپ له وروستی سفر سره بې ارتباطه نه دی .
ډونالډ ټرمپ نیواکی ټاټوبو ته دخپلې تیرې اونۍ په سفر کې یو ځل بیا له صهونیسټ رژیمه پخپل بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ . د ندبه دیوال تر لاندې سرنګ کې دصهونیسټ رژیم دکابینې دغونډې ترسره کیدا یو خطرناک ،لمسونکی اودبیت المقدس دیهودی کولو لپاره د دغه سپیرۀ رژیم له هڅې او دغه راز په الاقصی جومات له تیریو سره یو ځای اقدام حسابیږی .
دفلسطین بدلونونه په همداوروستیو شپو ورځو کې دفلسطین نیواکی ټاټوبو ته د دونالډ ټرمپ د وروستی سفر تراغیزو لاندې ورغلی ، چې دغه سفر دامریکا په بهرنی سیاست کې د صهونیسټ رژیة دځآنګړی مقام ښودنه کوی .
دډونالډ ټرمپ دولسمشرۍ په پړاؤ کې دامریکا اوصهونیسټ رژیم ترمینځ ډیپلوماټیک تګ راتګ په اوڅاره توګه زیات شوی دی او دغه موضوع په سیمې کې دامریکا د تمو او دصهونیسټ رژیم په لازیاتې پراختیا غوښتنې او دغه راز دفلسطنیانو د حقوقوپه بشپړ چخڼی کولوکې د امریکا اوصهونیسټ رژیم ترمینځ دزیاتیدونکو ملګرتیاؤ ښودنه کوی .
نتن یاهو سره د ډونالډ ټرمپ په تیره بیا نیواکی فلسطین ته د هغه په سفر کې زیاتیدونکی ملګرتیاوې او له نیواکی ټاټوبو په کتنې کې داسلامی ځایونو ته دهغه سپک کتل ، ددې ښودنه کوی چې هر هغه څه چې نتن یاهو په هغوپسې دی ، ټرمپ ئې اجرا کوی چې همدغه وضعیّت داسرائیلو په پراختیا غواړو تمو کې دامریکا له وار د واره مخکې ګډون ښودنه کوی .
دغه شان ملاتړونو ، دځپلو پراختیا غواړو اقداماتو دزیاتولو او سختولو په زمینې کې دصهونیسټ رژیم چارواکی نوره هم سپین سترګی کړی دی . داپه داسې حال کې دی ، چې دصهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو داسرائیلو دیوې خورا افراطی کابینې په جوړلو سره په وروستیو کلونو کې د دغه وحشی رژیم سلطه غواړی او پراختیا غواړی خوځښتونه هم پراخ شوی او په عین حال کې لازیات خطرناک شوی دی . په حقیقت کې په وروستیو کلونو کې دصهونیسټ رژیم سیاسی فعالیتونه او دبین یامین نتن یاهو په وسیله دیوې افراطی کابینې جوړول ، داټول د دې ښودنه کوی چې دغه نیواکګر رژیم په فلسطین په تیره بیا په قدس کې دخپلو پراختیا غواړو سیاستونو لازیات په پرمخ بیولو پسې دی . په دغه چوکاټ کې د الاقصی جومات دورانولو او په قدس کې دښارګوټو دجوړولو د دوام لپاره دصهونیسټ رژیم خوځښتونه ، ددغه رژیم دلومړی وزیر نتن یاهو په کابینې کې په لازیاتې چټکتیا سره تعقیبیږی څو دافراطی ګوندونو په ملاتړ سره دنتن یاهو دړې وړې کیدونکی کابینه سره ونه پاښل شی . اسرائیل په پلانون شوی پروګرام سره دسیمې له اوسنیو حالاتو څخه په استفادې سره په اوڅاره توګه د قدس دیهودی کولو دپلان په بشپړ ولو بوخت دی .
په الاقصی جومات د صهونیسټ میشته ښارګوټو داوسیدونکو دحملو زیاتیدا او پر قدس دلازیاتې سلطې لپاره دصهونیسټی کابینې هڅه دفلسطین په مختلفو سیمو داسرائیلو د سلطه غواړو خوځښتونو په نوی پړاؤ کې د دغه ښار دچورلیزوتوب ښودنه کوی . په دې زمینې کې د قدس دچارو د وزارت دجوړولو لپاره د بین یامین نتن یاهو خوځښتونه ، په همداوروستیو کلونو کې دالاقصی جومات په وړاندې د دغه رژیم دسپیرو دسیسو د ژورتیا ښودنه کوی . داپه داسې حال کې دی چې دبیت المقدس نیواکی ښآر ته دصهونیسټ رژیم دټولو حکومتی مرکزونو اودفترونو منتقلول هم تل داسرائیلی چارواکو په ایجنډا کې شامل دی . په دې باب پخپلو ادعاګانودصهونیسټ رژیم دچارواکو ټینګار، چې بیت المقدس د دغه رژیم دنیول شویو ټاټوبو نه بیلیدونکی برخه ده ، دمسجد الاقصی په ضد د دغه نیواکګر رژیم د لا زیاتو دسیسه ګرو سیاسی اقداماتو لپاره یوه سریزه ده . داپه داسې حال کې دی چې امریکائی چارواکو هم له صهونیسټ رژیمه دزیاتیدونکو ملاتړونو په لاره کې په بیت المقدس دسلطه غواړو سیاستونو دتعقیبونې لپاره په قدس کې داسرائیلو دسلطه غواړو دسیسو په مدیریّت او لارښونې کې ځانګړی رول درلودلی دی .