اسرائیلو ته د ټرمپ سفر دغه رژیم ته شین څراغ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49400-اسرائیلو_ته_د_ټرمپ_سفر_دغه_رژیم_ته_شین_څراغ_دی
د فلسطین د اسلامي مقاومت غوځنګ (حماس) ویاند په فلسطیني سیمو کښې د صهیونیسټي رژیم د ښارګي جوړونې بې مخینې پراختیا اسرائیلو ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر یوه نتیجه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2017 11:35 Asia/Kabul
  • اسرائیلو ته د ټرمپ سفر دغه رژیم ته شین څراغ دی

د فلسطین د اسلامي مقاومت غوځنګ (حماس) ویاند په فلسطیني سیمو کښې د صهیونیسټي رژیم د ښارګي جوړونې بې مخینې پراختیا اسرائیلو ته د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر یوه نتیجه وبلله.

د حماس ویاند عبداللطیف قانوع په یوه خبرپاڼه کښې په لویدیځه غاړه کښې د څه باندې ۱۰۰۰ نورو کورونو د جوړولو د طرحې په تصویب کښې د صهیونیسټانو اقدام ته په اشارې سره وویل: نیواکي فلسطین ته د ټرمپ سفر د فلسطین د ولس خلاف د لازیاتو جنایتونو د کولو او د ښارګي جوړونې او یهودي کونې د طرحې د اجرا لپاره صهیونیسټي رژیم ته یو شین څراغ دی.

هغه وویل: دا هلې ځلې د هغو خواو لپاره یوه سخته څپیړه ده چې له دغه رژیم سره د جوړجاړي بې نتیجې مذاکراتو او په دې لړ کښې د امریکې رول لوبونې ته یې زړه ښه کړی دی.