دسعودی عربستان عسکرو په کورونو حملې وکړې .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49644-دسعودی_عربستان_عسکرو_په_کورونو_حملې_وکړې_.
ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان پوځیانو په ختیځ کښې په العوامیه کښې په الدیره سیمې کښې دخلکو په کورونو ډزې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2017 00:29 Asia/Kabul
  • په سعودي عربستان  کښې له شیعه مسلمانانو سره زیات ظلم او توپیر کیږي .
    په سعودي عربستان کښې له شیعه مسلمانانو سره زیات ظلم او توپیر کیږي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سعودی عربستان پوځیانو په ختیځ کښې په العوامیه کښې په الدیره سیمې کښې دخلکو په کورونو ډزې وکړې .

عینی کتونکو وویل دسعودی عربستان پوځیانو په الدیره سیمې د هوانونو په ډزو سربیره په کورونو حملې وکړې او ځینې کورونه یې په اوور کښې وسوزول .

کابو شپږ(۶)کاله کیږې چې د سعودی عربستان دالعوامیه شیعه میشته سیمې خلک په صلح ایز ډول مظاهرې کوی او په هیواد کښې  د سیاسی اصلاحاتو دترسره کیدا او د پراخ توپیر دختمیدا غوښتنه کوی .

دسعودی عربستان په ختیځ کښې په اعتراض کونکو او عادی خلکو  دحکومتی عسکرو او پولیسو په حملو کښې تراوسه دمحصیلینو  او زده کونکو په شمول ګڼ شمیر کسان مړه او ژوبل شوی او حکومتی عسکرو دسیمې ډیر کسان نیولی هم دی چې تراوسه یې برخلیک معلوم نه دی .

په سعودی عربستان  کښې له شیعه مسلمانانو سره زیات ظلم او توپیر کیږی او ال سعود وهابی دیکتاتور رژیم چې د داعش ، القاعده او دنوروپه لسګونو ترهګرو ډلو ستر ملاتړی دی د شیعه مسلمانانو وژلو او ځپلوته دوام ورکړی دی .