د سوریې د سولې مذاکرات د جون په شلمه ترسره کیږي
Jun 12, 2017 01:07 Asia/Kabul
د مینځني ختیځ په چارو کې د روسیې استازي په استانې کې د سوریې د سولې دمذاکراتو د نوي پړاو لپاره ټاکلی وخت د روان کال د جون شلمه اعلان کړه .
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د سوریې د ولسمشر استازي میخايل بوګدانف پرون د سوریې دسولې دمذاکراتو د ځنډیدو علت په خبرو اترو کې د ګډونکوونکو پلاویو د لا تیارۍ لپاره د لا ډیر فرصت ضرورت وباله .
ټاکل شوې وه چې دغه مذاکرات نن په دوشنبه کې پیل شي.
تر اوسه په استانه کې د سوریې د مذاکراتو څلور پړاونه د سوریې د دولت او مخالفانو ، د ایران روسیې او ترکیې د پلاویو په شتون سره ترسره شوې دي.
ټیګونه