دسورئې په ختیځ کې نور څه دپاسه شپیته داعشیان هلاک شول
سانا خبری آژانس راپور ورکړ دسورئې پوځی ځواک او ولسی مبارز ځواک ددیرالزور هوائی ډګر په شاوخوا کې او له لواءالتامین سیمې سره نزدې په پاکونکو عملیاتو کې د داعشیانو دوه ټانکونه او شپږ په سترو وسلو سنبال ګاډی هم تباه کړی اودهغوی څه دپاسه شپیته ترهه ګر ئې هم هلاک کړی دی .
دیرالزور ولایت له عراق سره دسورئې په پولې او دفرات سین په څنډه واقع دی .
داپه داسې حال کې دی چې په همداوروستیو کې د سورئې پوځ او ولسی مبارز ځواک د هیواد په بیلابیلو سیمو کې پر تکفیری ترهه ګرو تورتم جوړ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې له دغوتکفیریانو ځینی سیمې آزادې نه کړی . همداراز ویل کیږی چې دغه ولسی مبارز ځواک او دسورئې تکړه پوځی ځواک د عراق پولې ته رسیدلی او عراق ته ئې د داعشی تکفیریانو تلونکی ډیرې لارې تړلی دی .