دشخړې دحل لپاره تراوسوه پورې دخبراترو شرائط برابر شوی نه دی
الجزیره ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی د قطر خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی چې په پړاویز سفر انګلستان ته تللی ،نن ئې په لندن کې په یولړ څرګندونو کې له قطر سره دڅو عربو هیوادونو درامینځةشوی بحران دحل لپاره دکویت دمینځګړیتوب دوام ته په اشارې سره وویل ،ډیپلوماټیکې خبرې اترې ،داوسنی بحران دحل لاره ده ، خو تر اوسه پورې ئې شرائط نه دی برابر شوی .
شخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی د خپل هیواد هراړخیز بایکاټ په باب هم وویل ، قطر دغیر قانونی کلابندۍ څخه دانسانی مشکلاتو په حل پسې دی . هغه همدارا دایران له اسلامی جمهوریت سره دخپل هیواد پر دوستانه اومثبتو اړیکو هم ټینګار وکړ ږ
له دې سره په یو وخت دکویت مرستیال خارجه وزیر احمد الناصر هم ویلی دی ، دغه هیواد باوری دی ، په سیمې کې دتاؤتریخوالی سختیدا پراختې منفی اغیزې لری او له همدې امله کویت به له ټولو هیوادونو سره داړیکو د پراختیا سیاست ته دوام ورکړی .
دقطر خارجه وزیر پخپل پړاویز سفر کې له جرمنی ، بیلجیّم او روسیې وروسته انګلستان ته تللی او له دې وروسته فرانسې ته ځی څو له خپل فرانسوی همڅنګ سره کتنه او خبرې اترې وکړی .
دجرمنی خارجه وزیر زیګمار ګابریّل هم په برلین کې له خپل قطری همڅنګ سره په خبرو کې دفارس خلیج د حوزې دڅو عربو هیوادونو په وسیله دقطر دکلابندۍ دلغوه کولواو د بحران دحل لپاهر دخبرواترو پر ضرورت ټینګار کړی دی .