دسورې دعسکرو په شتون سره امریکا ماتی خوړلی ده .
-
حکومتي عسکرو دموصل په لویدیځې برخې کښې باب السنجار سیمه ازاده کړه .
فارس خبری اژانس وایی د لبنان ډیلی سټار ورځپاڼې راپور ورکړ دعراق سرحد ته د سوریې دپوځیانو رسیدل د امریکا لپاره ستراتژیکه ماتی ده .
دغه ورځپاڼې زیاته کړه امریکا کوشش کاوه چې د عراق دشمال په لور پرمختګ وکړی خو په سوریې کښې په فرات درې کښې چې دداعش ډلې تر نیواک لاندې ده خپل شتون وساتی خو اوس دامریکا پوځیان او وسله والې ډلې کلابندې شوی دی او دفرات درې په لور دهغوې لارې تړل شوی دی .
دلبنان ډیلی سټار ورځپاڼې ولیکل دا د امریکا لپاره یوه ستراتژیکه ماتی ده که څه هم د سوریې په التنف کښې دامریکا سرچینې کمې دی او هلته درې سوه (۳۰۰)وسله وال کسان دامریکا له یوسل پنځوسو(۱۵۰) عسکرو سره یوځاې شتون لری .
حاضردمه د سوریې پوځ او دهغوې متحدانو دعمل نوښت په لاس کښې اخیستی دی او په تیرو دریو(۳) کلونو کښې دلومړی ځل لپاره یې له خپل هیواد څخه عراق ته لاسرسی پیدا کړی دی او دغه سیمې ته رسیدل د سوریې دپوځ او دهغوې دملګرو لپاره ستر بریالیتوب ګڼل کیږی .
دغه راز د عراق دنینوا د عملیاتو قوماندان عبدالامیر رشید یار الله نن وویل حکومتی عسکرو دموصل په لویدیځې برخې کښې باب السنجار سیمه ازاده کړه او همدا اوس دموصل په لویدیځې برخې کښې له حی الفاروق سیمې سره په تماس کښې یوو .
یار الله دغه راز دموصل ښار په لویدیځ کښې دڅو نوروکلیو د ازادولوخبر هم ورکړ او ویې ویل حکومتی عسکر بریالی شوی دی په ننیو پوځی عملیاتو کښې دموصل په لویدیځ کښې البویر ، اللزاکه ، السلام او المنصور کلی ازاد کړی .
دعراق پوځ وویل چې زر به په کامل ډول موصل هم ازاد شی .